Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بشري حقونو څار بنسټ:له پاکستانه د کډوالو ایستل د نړۍوالو قوانینو پر خلاف دي

د بشري حقونو د څار بنسټ په یوې اعلامیه کې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې له توندې نیوکې سره ویلي چې پاکستان افغان کډوال په ګواښلو او زور سره له دغه هېواده بهر کوي.
 
ورته مهال ځينو کورنیو او بهرنیو سیاستوالو هم د پاکستان له لوري کډوالو ایستل د نړۍوالو ژمنو پر خلاف ګڼلي دي.

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار په دې هکله وايي:«د بشري حقونو څار بنسټ نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي. موږ یادونه وکړه، که‌چېرې په پاکستان کې مېشت ډېری افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي، نو په دغه هېواد کې د ځورول کېدو له خطر سره مخ دي او د هغوی ستنول د نړۍوالو قوانینو پر خلاف دي.»

بل خوا، د اروپایي ټولنې د پارلمان غړې هانانیومن، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه له پاکستانه په اجباري توګه د کډوالو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد پرېکړه د نړۍوالو ژمنو پر خلاف بللې ده او په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د پارلمان غړې هانانیومن څرګندوي:«اوس اوس پاکستان اعلان کړی چې افغان کډوال له پاکستانه د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت لري. هلته مېشت شاوخوا ۱٫۲ مېلیونه کډوال چېرته ولاړ شي؟»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم وايي:«د ملګرو ملتونو د چارواکو له غوښتنې سره سره، پاکستان د بشري حقونو د نړۍوالو کنوانسیونونو له نقض سره افغان کډوال باسي. موږ ټينګار کوو چې پر دغه ناورین د غور، د زیان منونکو خلکو د ژوند د خونديتوب او د اجباري ایستلو د مخنیوي لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي.»

بلخوا، د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستل قانوني ګڼي.

 د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوار الحق کاکړ څرګندوي:«موږ هغوی هڅوو چې په خپله خوښه ولاړ شي او کنه نو موږ یې د قانون پر بنسټ لېږو، دلته شته قانون موږ ته دا امکان راکوي چې هر هغه ناقانونه کس وباسو چې زموږ له قانون سره سم نه‌دی.»

بل خوا، د لوړو زده‌کړو وزارت هم وایي، چې له پاکستانه راستانېدونکي محصلان به د هغوی د زده‌کړو اسنادو ته په پام سره، د پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته جذب کړي.

بلخوا، د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوار الحق کاکړ له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستل قانوني ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه