Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د واورې اورېدو له امله ځينې لویې لارې او کوتلونه بند شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې اورښت جریان لري چې په پایله کې یې ځينې لویې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د ټولګټو وزارت هم تایید وي چې په بامیان، فراه او سرپل ولایتونو کې ځينې لویې لارې او کوتلونه بند شوي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي:«همدا اوس په بامیان کې اورښت جریان لري او د شاتو کوتل په لنډ مهالي توګه د ټرافیکو پر مخ تړلی دی. په فراه کې هم د واورې د اورېدو له امله د چمن ولسوالۍ لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.»

د روان ژمي دویمه واوره د ډېریو هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوه. ځينې بزګر اورښت د هوا ککړتیا راکموي او تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو د پياوړتیا لپاره مهم ګڼي.

شریف چې چای پلوري، وايي چې د واورې له اورښت سره یې کاروبار ښه شوی دی.

شریف طلوع نیوز ته وايي:«کارو بار چې وي په کور کې هم سره خوشحالېږي وايي چې زموږ بچۍ کار کوي او پیسې راوړي.»

د کابل اوسېدونکي اسد هم وویل:«د دې په هیله چې ښې واورې واوري چې هم فضا ښه شي او هم هوا پاکه شي.»

تر بل هر موسم ژمی بیا بې وزلي خلک ډېر کړوي؛ ځکه دغه کورنۍ په ډېرو کمو امکاناتو سره خپل ژوند تېروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه