د اسلامي نړۍ د علماوو یو پلاوی چې افغانستان ته راغلی وايي چې زده کړه د ټولو مسلمانانو حق دی او افغان نجونو ته هم باید د زده کړو اجازه ورکړل شي.
د دې پلاوي مشر زیاتوي چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د ښځو د تعلیم او تحصيل په اړه خبرې کړي او اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې شته ستونزې به ژر تر ژره حل کړي.
دغه پلاوي د سرپرست حکومت له چارواکو سره تر کتنو او خبرو وروسته د خپلو خبرو اترو پایلې یې له رسنیو سره شریکې کړې.
د اسلام د پيغمبر د نصرت نړۍوالې ټولنې سرمنشي شیخ دکتور محمد صغیر وویل:«موږ د اسلامي امارت له ټولو مشرانو سره د نجونو د زده کړو مسئله مطرح کړې ده، د لوړو زده کړو له وزیر سره په لیدنه کې هغه راسره وعده وکړه، چې ټول افغانان ښځینه او نارينه به د زده کړو له مسلم حق څخه هېڅکله محروم نه کړي.»
ديني عالم مولوي حسيب الله حنفي وايي:«زده کړه یوه اړتیا ده؛ له دې امله له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره د ښځو د زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.»
په همدې حال کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او له اسلامي امارت غواړي چې د تحصيلي نهادونو دروازې يې پر مخ پرانيزي.
زده کړیاله حسينه معتصم وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې له قید او شرط پرته د ښوونځي، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي ځکه تعلیم او تحصیل زموږ حق دی.»
له بلخوا د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوی له اسلامي هېوادونو غواړي چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړي او د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
د اسلام د پيغمبر د نصرت د نړۍوالې ټولنې سرمنشي شیخ دکتور محمد صغیر څرګندوي:«موږ اسلامي هېوادونه دې ته رابولو، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره اړيکې ټينګې کړي او نظام يې په رسميت وپېژني، د مرستې لاس وراوږد کړي او ورسره همکاري زياته کړي.»
د اسلامي همکاریو سازمان به هم د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو د ځنډولو په اړه فوق العاده غونډه وکړي.
۴۸۰ ورځې کېږي چې د نجونو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي او له درېیو اوونیو راهیسې ښځینه محصلاني هم له زده کړو بې برخې دي.
په دې اړه مو اندونه