د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان د ستونزو د حل لاره په دغه هېواد کې د ټولو قومونو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت جوړول دي.
حسین امیر عبداللهیان په لبنان کښې له سیاسي او مذهبي ډلو سره په کتنې کې وایي که څه هم تهران د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د خپلو ستونزو د حل لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې نیولې دي.
ښاغلي عبداللهیان وویل:«موږ د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د دې هېواد د ستونزو کمښت لپاره په مختلفو موضوعاتو کې ورسره اړیکې او خبرې لرو. د افغانستان د ستونزو حل لپاره یوه داسې ټول شموله حکومت جوړېدو ته اړتیا ده، چې ټول قومونه په کې ګډون ولري.»
بل خوا اسلامي امارت زیاتوي، د ګاونډیو په ګډون ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دغه هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د افغانستان کورني مسایل د افغانانو پورې اړوند دي او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان په یوه متوازن او بې پرې سیاست سره کولای شي له سیاسي، اقتصادي او نړۍوالې انزوا څخه ووځي.
د سیاسي چارو شنونکی عاطف مختار څرګندوي:«افغانستان یوه ټول شموله حکومت ته اړتیا لري او باید داسې حکومت جوړ شي، چې ټول قومونه په کې خپل ځان وویني.»
د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت او ولس ترمنځ باید واټن رامنځته نه شي. یو متوازن او بې پرې سیاست په پایله کې افغانستان د سیاسي، اقتصادي او نړۍوالې انزوا څخه ویستلی شي.»
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روسيې، ایران، پاکستان، ترکيې او ځینو نورو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.
په دې اړه مو اندونه