Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د څه باندې ۴۰ پوهنتونونو او د لوړو زده کړو بنسټونو د تړل کېدو ګواښ

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونه ټولنه وایي که چېرې ښځینه زده کړیالانو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي، په افغانستان کې به څه باندې ۴۰ پوهنتونونه وتړل شي.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنې مسوولین طلوع نیوز ته وايي، که نجونو زده کړیالانو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي، نو افغانستان کې به څه باندې۴۰ پوهنتونونه بند او خاوندان به يې خپلې پانګې له هېواده بهر ته ولېږدوي.

د دې ټولنې د رسنیو مسوول وايي، د نجونو زده کړیالانو پر وړاندې د پوهنتونونو له تړلو وروسته، د پوهنتونونو څه باندې ۵ زره کارکوونکي بیکاره شوې دي.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنې د رسنیو مسوول محمد کریم ناصري وايي:«له څلوېښتو څخه پورته د پوهنتونونو مسوولینو موږ ته ویلي، که چېرې ته د امر ثاني موده ونه ټاکل شي، لنډه نه شي او دا موده اوږده شي، نو دوی مالي توان نه لري، چې پوهنتونونه مخ ته یوسي، دوی مجبور دي، چې پوهنتونونه وتړي.»

ورته مهال د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان زیاتوي، که نجونو زده کړیالانو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي، پوهنتونونه به د تل لپاره وتړي.

د مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس بنسټګر عزیزالله امیر څرګندوي:«پوهنتونونه او په افغانستان کې نورې لویې پانګونې د هېواد د اقتصاد یوه برخه څرخوي. هغوی به طبعاْ خپلې پانګونې ودروي، ځينې به یې خپلې پانګې بهر کړي او یو شمېر نور به په طبیعي توګه سقوط وکړي.»

بل خوا یو شمېر د پوهنتونونو استادان او نجونې زده کړیالانې له اسلامي امارت غواړي، چې پر خپلې پرېکړې غور وکړي او د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لري کړي.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین هم وايي:«د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو دروازو تړل نه یوازې په اکاډمیکو مرکزونو تاثیرات درلودلي، بلکې د دې سکټور اقتصادي فعالیتونه يې هم زیانمن کړي دي.»

زده کړیاله عایشه هم څرګندوي:«له اسلامي امارت څخه مې غوښتنه دا ده، چې د نجونو زده کړیالانو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او اجازه ورکړي، چې نجونې خپلې زده کړې وکړي.»

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنې د اطلاعاتو پر بنسټ، اوس مهال د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري، چې په کې د علمي کادرونو په ګډون ۲۵ زره کسان په کار بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه