د ټاس خبري اژانس په یوه رپوټ کې وايي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت مشرتابه د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په هکله کار کوي.
د دغه رپوټ پربنسټ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره په لیدنه کې، د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي دي چې د سولې په ټینګښټ، پراختیا او د ترهګرو ډلو په مخنیوي کې پاملرنه وکړي.
د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي:«امیرخان متقي ضمیر کابلوف ته ډاډ ورکړی دی چې افغان مشران د خپلو روسي سیالانو خبرو ته غوږ نیسي او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون پر بشري حقونو کار کوي.»
که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو جزئیات نه ورکوي، خو وایي، چې روسیه د اسلامي امارت په سیاست کې ځانګړی ځای لري او اسلامي امارت له دغه هېواد سره ښې اړيکې غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل وايي:«متقي صاحب وايي چې روسیې د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځایګی لري او روسیې یې مننه کړې چې په مسکو کې یې د افغانستان سفارت لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.»
بل خوا، د سیاسي چارو شنونکي د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او په دې باور دي، چې روسیه په دې برخه کې ښه رول لوبولای شي.
د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وویل:«طالبان او روسیه پرې توافق ولري البته په هغه صورت کې چې د افغانستان د ټولنې د ټولو طبقو د منلو وړ وي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع هم څرګندوي:«د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او د بشر د حقونو په برخه کې اصلاحات د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د اوږد مهالي ثبات په برخو کې ملي خبرې او ملت جوړونې کې مهم رول ولوبوي.»
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست سره په دې کتنه کې د روسیې ځانګړي استازي، د سولې پر ټينګښت، پرمختګ او د ترهګرۍ او د نشه یي توکو پر مخنیوي ټينګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه