Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: د څلورو هېوادونو په ګدون د افغانستان په تړاو غونډه جوړېږي

ټاکل شوې چې روسیه، چین، ایران او پاکستان په راتلوونکې څه کم یوه اوونۍ کې د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، له ټاس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال زیاتوي چې په دغې غونډه کې به د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په موخه له سرپرست حکومت سره د تعامل موضوع، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د نشه‌يي توکو اړوند مسایلو په تړاو بحث وشي.

د دغې غونډې د جوړېدو د ځای په هکله څه نه‌دي ویل شوي.

 ټاس خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله لیکلي:«د یوه ټول‌ګډونه دولت د جوړېدو په موخه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د تعامل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه‌يي توکو اړوند مسایلو په اړه به غونډه جوړه شي.»

اخوا، د اسلامي امارت ویاند وايي، د دغې غونډې په تړاو معلومات نه‌لري، خو له ایران، پاکستان، چین او روسیې سره پر ښه چلند ټينګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«دغه هېوادونه د سیمې مهم هېوادونه دي او موږ له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او دغه ټول هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه لري او موږ هم په دغو هېوادونو کې سفارتونه لرو، دا په دې معنا ده چې زموږ اړیکې له دغو هېوادونو سره عادي دي، زموږ سوداګري او ټرانزیټ جریان لري او ښې اړیکې لرو، لاهم غواړو چې نورې هم ښې شي.»

اخوا ، تر دې مخکې هم د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډې شوې دي؛ خو افغانستان لپاره د دغو غونډو ټاکلې پایلې څه کېدای شي؟

د سیاسي چارو شنوونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«تر هغې چې په دا ډول غونډو کې د افغانستان د خلکو استازي ګډون ونه‌کړي، دغه غونډې د افغانستان د خلکو لپاره مثبت پیغام نه‌ورکوي، د دې لپاره هره هېواد چې په دغو غونډو کې ګډون کوي، یوازې د خپلو مسایلو او ګټو په هکله بحث کوي، نه د افغانستان د خلکو د ګټو په هکله.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمن شمال هم څرګندوي:«په نږدې راتلوونکي جوړېدونکې غونډه کې چې د روسیې او ډېریو ګاوڼدیو هېوادونو لکه چین، ایران، پاکستان په نوښت جوړېږي، د خپلو سیاسي ګټو او د افغانستان له خلکو او سرپرست حکومت سره پر تعامل به ټینګار وکړي.»

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې په دغه غونډه کې به د اسلامي امارت استازی وي که نه؛ خو تر دې مخکې اسلامي امارت تل ویلي چې په دا ډول غونډو کې چې د افغانستان د وضعیت اړوند وي د اسلامي امارت استازی باید حضور ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه