Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سیمه‌ییزو او نړۍوالو مکانیزمونو کې ګډون؛ د متقي او کابلوف د لیدنې چورلیز

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې له اسلامي امارت سره په سیمه‌ییزو او نړۍوالو مکانیزمونو کې د سرپرست حکومت د ګډون په هکله خبرې اترې کړې دي.

په دغې لیدنه کې د کابل او مسکو ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او سوداګریزو اړیکو هم بحث شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال په وینا په دغه لیدنه کې ضمیر کابلوف د دوه اړخیزو اړیکو له لارې له افغانستان سره د نړۍ د ستونزو پر حل کېدو ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا ضمیر کابلوف په دغه لیدنه کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر خوشې کېدو هم ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې کتنه ضمیر کابلوف ټينګار کړی دی، هر هېواد چې له افغانستان سره ستونزه ولري، له کابل سره یې د دوه اړخیزو همکارۍ له لارې شریکولای شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«ضمیر کابلوف وویل هر هېواد چې له افغانستان سره ستونزه لري کولای شي چې د افغانستان له سرپرست حکمت سره د دوه اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي. ښاغلي کابلوف همدارنګه زیاته کړه، ځينې هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره همکاري وکړي، غواړي چې د نویو مکانیزمونو له لارې سیمه‌ییزو شخړو کې ښکېل شي.»

اوس پوښتنه دا ده چې له افغانستانه به د روسیې ملاتړ له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت پر اړیکو څه اغېز ولري.

د سیاسي چارو شنوونکی امید صافی وايي:«که‌چېرې روسیه په خپله افغانستان په رسمیت وپېژني، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ارمنستان هم د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني. چین، هند، ایران او ترکیه یې هم په رسمیت بېژني؛ ځکه د روسیې متحدان دي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی واحد فقیری هم څرګندوي:«مسکو غواړي چې خپلې اړیکې هم له طالبانو سره وساتي او همدارنګه د تېر په څېر له مخالفانو سره هم.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازې هم ویلي چې روسیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتووالي لري او د امریکا له لوري یې د افغانستان د کنګل شویو شتمنو پر ازادېدو ټینګار کړی دی.

د ښاغلي تکل په وینا ضمیر کابلوف په دغه لیدنه کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر خوشې کېدو هم ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه