Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ژمنتیا د امریکا بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په افغانستان کې ترهګري زیاته شوې نه ده؛ خو که چېرې ترهګر د دغه هېواد په ځينو برخو کې پناه واخلي، واشنګټن کولای شي هغوی په نښه کړي.

انټوني بلېنکن د شیکاګو پوهنتون د سیاسیت په انسټېټیوټ کې زیاتوي چې طالبان نه غواړي او یا هم نه شي کولای هغه کارونه چې امریکا او نړۍواله ټولنه ترې تمه لري، ترسره کړي.

انتوني بلېنکن ویلي:«موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ډېروالی نه دی لیدلی. موږ په حقیقت کې دا ثابته کړې، چېرته چې ترهګر وي، موږ کولای شو پر هغوی برید وکړو. لکه څرنګه چې مو پر الظواهري وکړای شو.»

بل خوا اسلامي امارت وايي، سرپرست حکومت به چا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«په افغانستان کې اوس‌مهال امنیت، سوله، ثبات تامین او د سرحدونو امنیت خوندي دی. اسلامي امارت له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.»

انټوني بلېنکن زیاتوي، د هغو کارونو د ترسره کولو تمه چې امریکا او نړۍوالې ټولنې له طالبانو درلوده، نه دي کړي.

ښاغلي بلېنکن په دې هکله زیاتوي:«موږ ولیدل چې طالبان یا خو نه غواړي او یا نه شي کولای هغه کارونه وکړي، چې نه یوازې امریکا متحده ایالات، بلکې نړۍواله ټولنه ترې هیله لري. مثلاً د ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان د خلکو د حقونو خوندي کول دي. دا یو په شاتګ دی او موږ اوس هڅه کوو څو وکولای شو دا ستونزه حل کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی عاطف مختار په دې هکله وویل:«غوره لار دا ده، چې په اوسنیو شرایطو کې امریکا د افغانستان له ملت سره د خبرو اترو لار خلاصه کړي، چې دا د دواړو هېوادونو لپاره ګټور ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر جوبایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه او پایله دا شوه، چې د امریکا راتلونکی نسل به د جګړې لپاره افغانستان ته لاړ نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه