Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د ازبکستان ۱۰۰ میګاواټه برېښنا صادرېدل

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ازبکستان، افغانستان ته د برېښنا د صادرولو پر تړون عمل نه‌دی کړی او له پرون راهیسې یې د ۲۵۰ میګا واټه برېښنا پر ځای یوازې ۱۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.

د دغه شرکت مسوولان زیاتوي، دغه اندازه برېښنا د افغانستان د برېښنا ستونزه نه حلوي.

د کابل برېښنا رییس حکمت‌الله اخندزاده وايي: «له بده مرغه له ژمنې سره-سره ابکستان له تړون سره سم مخ عمل و نه کړ، یوازې سل مېګاواټه برېښنا د دوی له لوري پرېښودل شوه او کابل ته نوي مېګاواټه رسېږي او په‌دې باندې زموږ ستونزه نه حلېږي.»

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس وايي، د کابل د برېښنا د ستونزې د حل لپاره برېښنا شرکت باید د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د چارو د بشپړېدو په لټه کې واوسي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب زیاتوي: «ستونزه چې موجوده ده، د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا پروژې دی چې پلمخري ته راځي او اسیايي بانک له لوري یې مالي ملاتړ کېږي او اوس‌مهال د دې بانک پروژې ځنډېلي او له پروژو سره مرسته نه‌کوي. د حل یوازېنۍ لاره دا ده چې خصوصي سکټور یا د افغانستان برېښنا شرکت دا پروژه بشپړه کړي.»

په وروستیو اوونیو کې د برېښنا کمښت تولیدي کارخونې هم له رکود سره مخ کړې دي.

له دې سره هم‌مهاله د کانونو او صنایعو خونه وايي، د برېښنا دوامداره پرچاویو د تولیدي کارخونو ۹۰ سلنه چارې په ټپه درولي دي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «زموږ تولیدي سکټور شاوخوا ۹۰ سلنه له تولیده پاتې شوی او په ازبکستان کې چې کومې تخنیکي ستونزې دي، هیله لرو چې اسلامي امارت او ازبکستان له لوري دا ستونزه حل شي او موږ وکولای شو، خپل تولیدات بیا پیل کړو.»

په هېواد کې د برېښنا د پرچاویو په ډېرېدو سره د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۳ کال لپاره له ترکمنستانه د برېښنا د واردولو د تړون له غځولو سربېره، د دغه هېواد له چارواکو سره د ټاپ پروژې د عملي کېدو، د نور الجهاد سب سټېشن د جوړېدو او همداراز د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې د بشپړېدو په تړاو هم خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه