د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو بنسټونو ټولنه وايي، له دېرشو ډېر پوهنتونونه او تحصلي بنسټونه د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بندوي.
د دې ټولنې مسوولان وایي، که اسلامي امارت د ښځو د زدهکړو په تړاو بیا کتنه و نهکړي، دغه پوهنتونونه به وتړل شي.
د دې ټولنې د رسنیو مسوول زیاتوي، ډېری پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د خصوصي پوهنتونونو او لوړه زدهکړو موسسو د ټولنې د رسنیو مسوول محمد کریم ناصري وايي: «د پوهنتونونو لړۍ ده چې ما څو اوونۍ وړاندې یادونه کړې وه چې په افغانستان کې ۳۵ خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو پرېکړه کړې ده چې نور د دې توانايي نهلري چې خپلې ادارې مخ ته بوځي؛ نو پر له پسې پوهنتونونه تړل کېږي.»
د مورا پوهنتون بنسټګر عزیز الله امیر زیاتوي: «دې تړلو له ټولو ډېر زموږ مرکز اغېزمن کړی دی، ځکه په یوه داسې مرکز کې چې یوازې ښځې پهکې اوسي، ټولې زدهکړیالانې یې ښځې وي، دا ډول موډل په افغانستان کې نه، په ټوله نړۍ کې نه وه.»
بلخوا "د افغانستان" خصوصي پوهنتون په یوې اعلامیه کې لیکلي، د زدهکړیالانو له لوري د زدهکړو د پرېښودو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیزه په پایله کې د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو له امله یې دغه پوهنتون پلور ته وړاندې کړی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي چې که چېري دغه پوهنتون و نه پلورل شي، نو فعالیت به یې وځنډول شي.
بلخوا یو شمېر زدهکړیالانې له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو د زدهکړیو په تړاو پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
د پوهنتون استاد مصطفی مدثر وايي: «ښځینه طبقه د خصوصي پوهنتونونو یوه برخه تشکیلوي، له دوی پرته خصوصي پوهنتونونه له بده مرغه تړل کېږي.»
زدهکړیاله فرشته زیاتوي: «له اسلامي امارته او سرپرست دولت څخه مو غوښتنه ده چې هر څه ژل د پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو موږ وکولای شو خپل برخلیک معلوم کړو.»
د خصوصي پوهنتونونو او لوړه زدهکړو د موسسو د ټولنې د شمېرو له مخې، تر اوسه د پوهنونونو او د لوړو زده کړو د موسسو ۶۰۰۰ کارکوونکې له دندو لرې شوي دي.
په دې اړه مو اندونه