Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ا.ا: په هېواد کې د ډېپلوماټیکو بنسټونو امنیت خوندي دی

اسلامي امارت په کابل کې پر یو شمېر سفارتونو د داعش د ګواښونو د احتمال په تړاو وایي، داعش د هېڅ ډول ګواښ توان نه‌لري او د ډېپلوماټیکو بنسټونو امنیت خوندي دی.

تر دې وړاندې بلومبرګ رسنۍ د ملګرو ملتونو له قوله په کابل کې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د داعش د ګواښونو د احتمال په اړه راپور ورکړی و.

د دې رسنۍ د راپور له مخې د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، داعش هڅه کوي څو اسلامي امارت له خپلو متحدو هېوادونو منزوي کړي.

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د داعش ډلې اورپکو ګواښ کړی دی چې په افغانستان کې به د چین، هند او ایران پر سفارتونو برید وکړي، څو طالبان له هغو هېوادونو نه چې د طالبانو ډيپلوماټيک متحدان ګڼل کیږي،منزوي کړي.»

خو سرپرست حکومت ټینګار کوي چې اوس‌مهال په هېواد کې ډيپلوماټېکې بنسټونه تر بل هر وخت خوندي دي. د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي، چې هېڅ‌کله به اجازه ورنه کړي چې ډيپلوماټيکو ادارو ته زیان ورسېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي: «په افغانستان کې ټول ډېپلوماټیک مرکزونه خپل امنیت لري او اسلامي امارت د هغوی امنیت ته متوجه دی، ګواښونه ډېر لري دي او داعش هم د کوم ګواښ توانايي نه‌لري او ان تر دې چې هېڅاته او هېڅ نه‌دي توانېدلي چې خپلې موخې ته ورسېږي.»

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته د ایران، چین او هند په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل فعالیت بېرته پېل کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی  اسدالله ندیم وايي: «که چېرې داعش پر خپل ګواښ عمل وکړي او پر سفارتونو برید وکړي، دا نړۍ ته داسې ذهنیت ورکوي چې ګواکې د طالبانو حکومت د بهرنیو سفارتونو د امنیت ټینګښت توانايي نه‌لري.»

د نړۍوالو چارو شنونکی جاوید سنگدل وايي: «طالبان باید په افغانستان کې مثبت بدلونونه راوړي، له دې پرته هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ګټې لري، د افغانستان په جغرافیه کې به له بلې زاویې او خپلو امکاناتو له لارې بیا دننه شي او په سیمه کې به ځان مطرح کړي.»

تر دې وړاندې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده، خو کابل تل ټينګار کړی دی چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه