Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په هکله له هندي چارواکو سره د ټوماس نېکلاسون خبرې اترې

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی ټوماس نېکلاسون وايي چې له هندي چارواکو سره په لیدنه کې د بشري حقونو، له افغانستان سره د هند د اړیکو، او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هکله خبرې اترې کړې دي.

دغه اروپايي ډپيلوماټ زیاتوي چې په دغو خبرو کې هندیانو په افغانستان کې د ترهګرۍ په هکله خپله اندېښنه اعلان کړه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون په ټوېټر لیکلي:«موږ د بشري حقونو د وضعیت او دا چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ ګډونه حکومت یوه اوږدمهاله اړتیا ده، خبرې وکړې.»

دغه اروپايي ډیپلوماټ زیاتوي، په دې خبرو اترو کې هندي نظر خاوندانو په افغانستان کې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه ده او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
                              
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«له افغانستان څخه دې هېڅوک اندېښنه نه لري او د افغانستان ټول قلمرو د اسلامي امارت په کنټرول کې دی، نو دلته داسې څوک شتون نه لري، چې د هېوادونو پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې هېوادونه باید له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار وویل:«دواړه لوري دې تفاهم وکړي د امنیت، سیاست او نورو برخو کې دې ورسره همکاري وکړي، ترڅو دغه تهدید هند او نورو هېوادونو ته پېښ نه شي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم څرګنده کړه:«موږ افغانان له هنده غواړو، چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي په سیمه او نړۍ کې د خپلو استخباراتي ستراتېژیو د موخو لپاره نه، بلکې واقعیتونو او حقیقتونو ته مراجع وکړي.»

تر دې وړاندې دغه اروپایي چارواکي، له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د بشري بحران او له افغانستان سره له بشرپاله مرستو د اروپایي ټولنې د ملاتړ اړوند خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه