Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تحصیلي نظام د معیاري کولو لپاره د اسلامي امارت هڅې

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وایي چې په نړۍوالو معیارونو د هېواد د تحصیلي نظام د برابرېدو په موخه هڅې روانې دي او په دې برخه کې به ستونزې هوارې شي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی د افغانستان د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په ملي ناسته ډاډ ورکوي چې په هېواد کې دننه او بهر به د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

ندا محمد ندیم زیاتوي، چې په هېواد کې د پوهنتون استادانو ته خوندي چاپېریال رامنځته شوی او استادانو ته به د زده کړو ښه زمینه هم برابره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي:«د تحصیلات عالي چې کوم جریان دی، په دغه جریان کې موږ تاسې مخته لاړ شو، ترقي وکړو. کوشش دا وشي چې په اینده کې د علومو تولید ولرو، د دنیا سره ځانونه سیال کړو، په دنیا پسې ځانونه ورسوو، په دغه میدان کې چې کومه نیمګړتیا لرو هغه نیمګړتیا هم پوره شي.»

ورته مهال په دغې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د لوړو زده کړو د نظام پر پیاوړتیا ټینګار کوي او وایي چې د نظام د بقا لپاره د تحصیلي نصاب معیاري کېدل مهم دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل:«مسلکي زده کړې، فني زده کړې، د پوهنتون علوم په هر لحاظ باندې د دې نظام د پیاوړتیا د پاره لازمي، ضروري او فرض دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي هم څرګنده کړه:«ورو ورو کدرونو ته محتاج یوو او لاس ورته نیسو. د هغو له احتیاج نه ځان خلاص کړو نو باید په خپلو تعلیمي، تحصیلي بنسټونو باندې له سره غور وکړو او دا تقویه کړو.»

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال زیاتوي، چې افغانستان په ټولو برخو کې متخصصو ظرفیتونو ته اړتیا لري.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه وايي:«که لوړې زده کړې خپل نظام ته او خپل دولت ته په دغه برخه کې بشري منابع پیدا نه‌کړي، شاید یو دولت له رکود سره مخامخ شي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ټولو خصوصي تحصیلي څانګو د ملاتړ ډاډ ورکوي او د خصوصي پوهنتونونو له مسوولانو غواړي، چې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو د معیاري کېدو لپاره لا هلې ځلې وکړي.

په دغې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د لوړو زده کړو د نظام پر پیاوړتیا ټینګار کوي او وایي چې د نظام د بقا لپاره د تحصیلي نصاب معیاري کېدل مهم دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه