Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د "تعلیم، مسلک او تحصیل" نندارتون تر سره کېدل

په کابل کې د زده‌کړو او مسلک نندارتون تر سره شو. د دې نندارتون جوړونکي وایي، یاد نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې ترڅنګ ۲۵ خصوصي پوهنتونو او انسټیټوټونو ګډون درلود.

د دغه نندارتون سمبالوونکي له دې چارې موخه په هېواد کې د علمي او مسلکي بنسټونو لا غښتلتیا ګڼي.

د نندارتون مدیر سید ذکرالله هاشمي وايي: «په‌دې نندارتون کې تعلیمي، تخینکي او مسلکي موسسو ګډون کړی او ۱۳۰ غرفې یې ایښي او دا د انټرکانټېنېنټل هوټل پلان دی. د تحصیلي، تعلیمي او مسلکي بنسټونو لپاره چې ښوونیز کال یې په راتلونکې وري میاشت کې پیلېږي، دا نندارتون مو ورته جوړ کړی.»

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې رییس غلام حیدر شهامت وايي: «له دې نندارتون څخه موخه د خلکو او مسوولانو پېژندنه ده او له یو بل سره د هغوی همغږي کول دي، څو خلک وګوري او پوه شي چې هر پوهنتون، اداره او وزارت چې څومره امکانات لري، د خلکو په اختیار کې ورکړل شي.»

د دې نندارتون یو شمېر ګډونوال د پوهې د کچې د لوړېدو او په تخنیکي او مسلکي برخو کې د ځوانانو د لا هڅونې لپاره د ورته نندارتونونو جوړېدل ګټور ګڼي.

د نندارتون ګډونکوونکی رومان الله وايي: «دلته چې خلک راغلي بېلابېلې نظریې لري، ځینو یې ماشینونه جوړ کړي، ځینو یې روباټونه جوړ کړي او ځینو نورو یې هم نوښتونه کړي. که له دوی سره مرسته وشي او دا نوښتونه یې پراخ شي، کولای شي افغانستان په یوه صنعتي هېواد تبدیل کړي.»

د نندارتون ګډونکوونکې سیما گوهری زیاتوي: «له بده مرغه د نجونو حضور ډېر تود نه و او موږ خوښ یوو چې دا ډول نندارتونونه په راتلونکې کې جوړ شي او په هغو کې د اوس پرتله د ښځو حضور تود وي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په افغانستان کې په مسلکي برخو کې پر ظرفیت جوړونې ټینګار کوي او وايي،  د یوه هېواد د اقتصاد وده او پراختیا د هغه له علمي لاسته راوړونو سره تړلې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مهمند زیاتوي: «اوسنیو شرایطو کې افغانستان باکیفیته تعلیم او تحصیل ته اړتیا لري. موږ باید خپل تعلیم او زده‌کړې باکیفته کړو، تر څو تعلیم باکیفیته نه‌شي، پرمختګ نه‌شو کولای.»

دغه نندارتون به د دوو ورځو لپاره د نندارچیانو پر مخ پرانېستی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه