په بلخ کې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو لهخوا د وژل شویو کسانو خپلوانو نن په کابل کې اعتراض وکړ.
دوی چې د یوناما مخې ته راټول شوي وو، ادعا کوي چې خپلوان یې بېګناه وژل شوي او پهدې برخه کې د عدالت غوښتنه کوي.
د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړی عینالله کمالپوري زیاتوي: «زه عدالت غواړم، عدالت داسې چې چا دوی ته راپور ورکړی، دا دې تثبیت کړي چې ولې یې دا غلط راپور ورکړی دی.»
د قربانیانو د کورنۍ غړی سمندر وايي: «د دوی ګناه دې مالومه کړي، په څه ګناه یې ویشتلي دي، دا ولې د خدای بندهګان نهوو؟ دا ځوانان یې بېګناه او بې خطاء په شهادت رسولي دي، ولې؟»
یو شمېر نور اعتراض کوونکي وايي، چې وژل شويو کسانو مزار شریف ښار ته د یوې پروژې د هوکړې لاسلیک په موخه سفر کړی و، چې شپه يې د خپلوانو کور کې وه.
اعتراض کوونکی عبدالباقي وايي: «دوی ساختماني شرکت لري، د پروژو د نیولو او قرارداد په خاطر باندې ولایت ته تلل، دوی ته کومه ستونزه پیدا شوه.»
اعتراض کوونکی عبدالجبار پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «یو د شرکت معاون دی او بل یې رییس دی چې خپله دواړه ورونه دي، دا خوریونو یې همېشه مارکېټېنګ (بازارموندنه) کاوه، په هر ځای کې چې به د دوی خریدار و، ځکه چې د دوی شرکت هم لوژیستیکي دی او هم ساختماني دی.»
خو کورنیو چارو وزارت وایي، په بلخ کې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي کسان انسان تښتونکي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور زیاتوي: «زموږ امنیتي ځواکونو په مزار کې عملیات تر سره کړي وو، هلته یې اته تنه اختطافګر له منځه وړي وو، اختطافګر وروسته له هغه له منځه یوړل شول چې دوی په وسلهوال مقاومت پیل وکړ.»
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د بلخ امنیې قوماندانۍ د مزار شریف ښار په اوومه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو له ترسره کېدو خبر ورکړ. د بلخ امنیه قومانداني ویلي، پهدې عملیاتو کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا اته تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه