Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: د ښځو پر زده‌کړو بندیز له سرپرست حکومت سره تعامل ستونزمن کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي چې د ښځو پر زده‌کړو بندیز، په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره تعامل ستونزمن کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ډيلي شو ټلويزیوني شبکې سره په مرکه کې په افغانستان کې د نظام د دوام لپاره د نجونو زده‌کړې مهمې ګڼي.

بلاول بوټو زرداري وویل:«که داسې رژیم وي چې ووايي، نجونې په افغانستان کې تحصیل نه‌شي کولی، هغه رژیم به دوام ونه کړي او ډېر عمر به ونه کړي. نو زه فکر کوم له هغوی سره تعامل فوق‌العاده مهم دی او د تاسو د ټلوېزيوني پروګرام له لارې له هغوی څخه زما غوښتنه دا ده چې، نجونو او هلکانو ته د تحصیل اجازه ورکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، د کابل له سقوط کېدو وروسته پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو شاهد وو.

ښاغلی زرداري څرګندوي:«پاکستان په تېرو وختونو کې مېلیونونه پناه غوښتونکي منلي؛ خو د کابل له سقوط سره سم، زرګونه نور پناه غوښتونکي راغلل. په افغانستان کې چې هر څومره اقتصادي وضعیت خرابېږي؛ نو ترهګرې ډلې هلته کولی شي د خپلو موخو لپاره ډېر کسان جذب کړي.»

خو اسلامي امارت وايي، د افغانستان له خاورې به بل هېڅ هېواد ته څه ګواښ پېښ نه شي او په وینا یې سرپرست حکومت په سیمه کې د سولې ټينګښت غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی. اسلامي امارت لکه څرنګه چې په خپل هېواد کې امنیت مهم ګڼي په سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې هم د امنیت او سولې د ټينګښت غوښتونکی دی. او په سیمه کې ثبات د ټولو لورو په ګټه دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر دې باور دی چې، له آمریکا سره د طالبانو د نیغ په نیغه خبرو او د دوحې هوکړې په پایله کې اسلامي امارت بیا ځلي د واک پر ګدۍ تکیه ووهله.

نوموړی په ټينګار سره وايي اسلام آباد اړ دی چې، د افغانستان د ګاونډي په توګه له اوسني حکومت سره اړیکي وپالي.

د پوهنتون استاد سیدجواد سجادي وویل:«پاکستان هغه څه چې وايي هغه ته ژمن نه دی. او لازم صداقت نه لري، په بېلابېلو دورو کې پاکستان هڅه کړې چې افغانستان په سیمه کې د ستونزو د سرچینې په توګه معرفي کړي او ځان د ستونزو د حل کلۍ معرفي کوي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی نعمت الله بیژن څرګندوي:«پاکستان د افغانستان په هکله تل د خپلې ګټې په لټه کې دی، د دې سربېره چې د پاکستان دولت د طالبانو له جګړې د افغانستان د جمهوریت او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد ملاتړ وکړ؛ خو د افغانستان اوسنی وضعیت، د افغانستان سیاسي انزوا په خپله ګټه ګڼي.»

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې له اسلامي امارته غوښتي وو چې د افغان ولس او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه