Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍ تعامل مهم دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د جمعې په ورځ د اسلام اباد د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره د نړۍ تعامل مهم دی.

ښاغلي زرداري همدا راز له سرپرست حکومته غواړي چې د نړۍوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي، او د بشري حقونو د خونديتوب او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې پوره هڅه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل:«نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د هر ډول بشري ناورین د مخنیوي او مرستې په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د اوږدمهالې پراختیا او پاېیدونکي اقتصاد د رامنځته کولو په برخه کې هم مرسته وکړي. په مقابل کې د افغانستان لنډمهالی حکومت دې هم د پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د کوټلو ګامونو د پورته کولو تضمین ورکړي.»

د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په اړه وايي، د نړۍ هغه غوښتنې به ومنل شي چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله څرګنده کړه:«بشري حقونو په برخه کې باید ډاډ ورکړو چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت او اصولو پر بنسټ د خپلو ټولو وګړو حقونه ورکوي او ورکړي یې دي؛ خو په ځينو برخو کې چې نیمګړتیا شتون لري، پرې کار روان دی او دویم دا چې د هېوادونو غوښتې باید انصافي وي باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه وي.»

بل خوا، د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د روان وضعیت په ښه کېدو کې مثبت رول لوبولای شي.

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمن شمال په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د نړۍوالې ټولنې د اعتبار د لاجلبولو لپاره حتا کېدای شي چې له ګاونډیو هېوادونو نه لکه پاکستانه په دې درشل کې صادقانه او عملي ګامونه پورته کړي له طالبانو سره مرسته کوي.»

خو پاکستان ولې تل د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د ښو اړیکو پر دوام ټینګار کوي؟

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:«غواړي چې د افغانستان په مسایلو کې ځان مطرح کړي او د افغانستان په هکله له نړۍوالې ټولنې امتیازات واخلي او نړۍواله ټولنه په دې باور کوي چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې ډېر نفوس لري.»

تر دې مخکې، نړۍوالې ټولنې له سرپرست حکومت سره تعامل، د پراخ‌بنسټه حکومت په جوړېدو، له ترهګرۍ سره په مبارزې، د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې په نه کارېدو، بشري حقونو ته په درناوي او ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو د زمینې په برابرولو پورې مشروط کړی دی، خو سرپرست حکومت وايي، دا د افغانستان کورني مسایل دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه و نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه