Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د کار او زده‌کړو د حق پر رعایت د زرداري ټینګار

پاکستان، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده‌کړو د حق پر رعایت ټينګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د الجزیرې شبکې له انګریزۍ څانګې سره په مرکه کې وايي چې دم‌ګړۍ د افغانستان له سرپرست حکومته ډېرې تمې لري.

بلاول بوټو زرداري د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو اړوند، له نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله وویل:«د افغانستان په تړاو د پاکستان او نړۍوالې ټولنې دریځ یو دی. موږ تل د افغانستان له مؤقت حکومته غوښتي چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په تړاو له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»

ښاغلی زرداري همدا راز له سرپرست حکومته غواړي چاته اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د ګاونډيو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل د افغانستان لپاره یوازینۍ حل لار ګڼي او په وینا یې، سرپرست حکومت هم د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې ځينې مسوولیتونه لري چې باید عمل پرې وکړي.

بلاول بوټو زرداري څرګندوي:«موږ اوس هم پر دې باور یوو چې له مؤقت حکومت سره تعامل، د افغانستان لپاره یوازینۍ حل لاره ده او یوازې پاکستان نه بلکې ټوله نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له مؤقت حکومت سره تعامل وکړي. ځکه دا زموږ د ټولو په ګټه ده چې افغانستان پر یوه امن او سوله‌ییز هېواد بدل شي. او مؤقت حکومت هم باید د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نعمت الله بیژن په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«پاکستان د افغانستان په هکله دوه مخیزه سیاست لري، لومړی دا چې غواړي افغانستان کمزوری وي، دویم دا چې د پاکستان په کنټرول او واک کې وي. بل د بشري حقونو د مسئلې په برخه کې، د ښځو حقونه او همدارنګه د خلکو ګډون چې پاکستان یې ټینګار کوي، په خپله موضوع کې صادق نه دی.»

خو اسلامي امارت ټينګار کوي چې سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او د سیمې له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې هم غواړي چې له سرپرست حکومت سره کړې ژمنې ترسره کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«اسلامي امارت چې کومې ژمنې کړي، عملي کړې یې دي خو له بده مرغه هغو هېوادونو چې له موږ سره یې ژمنې کړې وې، تر اوسه یې پرې عمل نه دی کړی، دوی ژمنه کړې وه چې تورلیست له منځه وړي خو تر اوسه یې نه دی وړی، همدوی وو چې د افغانانو پیسې یې په خپلو بانکونو کې ځای پرځای کړې او اوس موږ پسې تبلیغات کوي.»

تر دې مخکې هم د اسلامي امارت ویاند، طلوع نیوز ته ویلي و، چې د احتمالي ګواښ د نه پېښېدو په تړاو د پاکستان د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په پام کې لري چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته وزیرستاني کډوال د هېواد لېرې پرتو ولایتونو ته ولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه