Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې‌وزلي او بې‌کاري؛ د ورځې په سلګونه هېوادوال په ناقانونه توګه ایران ته ځي

په هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري د دې لامل شوې چې د ورځې په سلګونه هېوادوال په ناقانونه توګه د ایران په لور ولاړ شي.

هېوادوال وايي چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، اړ دي چې ناقانونه ګډوالۍ ته مخ کړي. 

نادر چې د بغلان اوسېدونکی دی، د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو او ښه ژوند لرلو په موخه په ناقانونه توګه د نیمروز له لارې ایران ته ځي.

نوموړی وایي، هېواد کې د کار نشتون له امله، اړ دی له خطرونو ډک دې سفر ته پیسې قرض کړي.

د بغلان اوسېدونکی نادر هم وايي:«په افغانستان کې چې یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا شي، موږ څه ستونزه لرو چې نورو هېوادونو ته ولاړ شو او غریبي وکړو او ځان سرګردان او بې کوره کړو هغه هم په دغو اوږدو او خطرناکو لارو کې.»

د نادر زوی طاهر هم وویل:«له همدې امله د مور مې روزګار معیوبه دی له همدې امله موږ ښوونځی پرېښود.»

یو شمېر نور هېوادوال هم وایي، چې بې وزلي او وزګاري د دې لامل شوې چې په ناقانونه لارو ایران ته لاړ شي.

د هرات اوسېدونکی عبدالخالق څرګندوي:«زه له ۱۳۹۱ کال راهیسې تراوسه ۱۶ ځله را اړول شوی یم. د پاکستان له لارې، زموږ ستونزې او بې‌چاره‌ګي همدا ده چې باید موږ ته رسېدنه وشي.»

په همدې حال، د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست انساني قاچاق کوونکو ته خبرداری ورکوي چې د هېوادوالو له غولولو لاس په سر شي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني وویل:«مافیايي ډله چې قاچاق وړونکي دي افغانان لارې ورکوي کوي او هغوی بهر ته بیايي، هغوی باید پوه شي چې د سیند له لارې یونان او د قاچاق په لار کې وژنه او بې عزتي کوي او د څارویو په څېر په بندخونو کې ساتل کېږي، هغوی باید دا درک کړي.»

د نیمروز امنیه قوماندانی ویاند ګل محمد قدرت هم څرګنده کړه:«موږ په کابو دغو دوو کلونو کې هڅه کړې، ډېری قاچاق وړونکي مو نیولي دي او هغه کسان چې غواړي ولاړ شي د هغوی لپاره مو د پاسپورټ زمینه برابره کړي ده چې په قانوني توګه ولاړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه هېوادوال په ناقانونه توګه د نیمروز له لارې ایران هېواد ته ځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه