د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي په مزارشریف کې د روسيې سرکونسلګرۍ د بيا فعالېدو په اړه خبر ورکړ.
ټاس خبري اژانس د له خولې ليکلي دي چې په مزار شريف ښار کې د روسيې کونسلګرۍ خپل فعاليتونه پيل کړي او ښاغلی الکسي پرورزف په ياد ښار کې د روسيې هېواد کونسل ټاکل شوی دی.
د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي:«په مزار شريف ښار کې د روسې کونسلګري اوسمهال فعاله ده.»
که څه هم د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په مشخصه توګه د يادې کونسلګرۍ د بيا فعالېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو ټينګار کوي چې د روسې تخنيکي ټيمونه څو مياشتې وړاندې د کونسلي مسايلو په برخه کې د چمتووالي په موخه افغانستان ته راغلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال ضياءاحمد تکل وايي:«زموږ د معلوماتو له مخې څو میاشتې وړاندې د دوی کونسلګرۍ ته د دوی تخنیکي ټیمونه رارسېدلي وو. چې د کونسلي چارو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي او هغه تخنیکي کارونه چې پاتې دي هغه مخ په وړاندې یوسي.»
ځينې پخواني ډيپلوماټان په مزارشريف ښار کې د روسې هېواد د قونسلګرۍ بيا فعالېدل د کابل او مسکو تر منځ د اړيکو د ښه کېدو له پاره مهم بولي.
پخوانی ډيپلوماټ مهدي منادي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کولای شي چې وښيي له روسانو سره د طالبانو ډپيلوماټيکې اړیکې ښې شوې دي.»
د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم وویل:«ځکه، په کابل کې د روسیې پر سفارت له برید وروسته. د روسیې کونسلګري وتړل شوه؛ خو له روسیې سره ښې سوداګریزې اړیکې دوام لري. په مزارشریف کې کونسلګري د ویزو د صدور او د بارچلانۍ مسایلو او دغو خبرو په هکله پرانیستل شوې ده.»
تر دې وړاندې ضمیرکابلوف د ۲۰۲۱ زيږديز کال په جولای مياشت کې ټاس خبري اژانس ته ويلي و، چې په مزارشريف ښار کې د روسيې کونسلګرۍ خپل فعالیتونه د افغانستان په شمال کې د ترینګلتیاوو د زياتېدو له امله وځنډول او روسي ډيپلوماټان له دغه ښاره وتلي دي.
په دې اړه مو اندونه