د "نړۍ د نفوس څېړنې" بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان یې د هغو هېوادونو د نوملر په څلورم مقام کې راوستی چې په هغوی کې د جرمونو او نشهيي توکو د قاچاق کچه زښته ډېره ده.
په دغه راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې بېکاري د غلاو په څېر جنایتونو د زیاتوالي لامل دی.
د ونزېویلا، نوې پاپوا ګینه او سوېلي افریقا هېوادونه په ترتیب سره د دغه نوملړ په لومړي، دویم او درېیم مقام کې دي.
د نړۍ د نفوس څېړنې بنسټ راپور کې راغلي دي:«افغانستان په څلورمه لیکه کې د فساد، د مخدره توکو قاچاق، انسان تښتونې او پیسو مینځلو په ګډون د جرمونو او جنایتونو تر ټولو لوړه کچه لري.»
د اسلامي امارت ویاند د دغه راپور په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د جرمونو او جنایتونو ګراف په بې ساري ډول ټیټ شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«موږ دغه موندنې او څېړنې نه تاییدو، په افغانستان کې د جرمونو کچه او ګراف په زیاته کچه ټیټ شوی دی.»
بل خوا د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې یوازې په ټولنه کې د قانون په عملي کېدو او د نظم په راتګ سره هېواد کې د جرمونو مخه نیول کېدای شي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«سرپرست حکومت باید هڅه وکړي، چې د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړي، ترڅو خلک ورسره د جرمونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:«په ټولنه کې یوازې د قانون په پلي کولو او د نظم په راتګ سره موږ کولای شو، چې په هېواد کې د ټولو منفي پدیدو لکه فساد، جرمونو او ترهګرۍ مخه ونیسو.»
د سیاسي چارو شنونکي هاتف مختار هم وویل:«اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې د افغانستان خلکو لپاره ګټور اقدامات وکړي او د هر ډول فساد مخه ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال راپور کې هم افغانستان د دغو هېوادونو په څلورم مقام کې راغلی و، چې هغه مهال د جرمونو کچه پکې لوړه ښودل شوې وه.
په دې اړه مو اندونه