کابل ښاروالۍ نن (پنجشنبه) د خیرخانې کوتل سړک د پراختیا چارې پیل کړې.
د کابل ښاروالۍ د ښاري ټرانسپورټ او ودانیزو چارو مرستیال وایي، د دغه سړک سور له ۱۲ مټرو ۲۷ مټرو ته پراخېږي او چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پایته ورسېږي.
عامر یاسر وايي: «د ۲۷ مټره په پلنوالي سره چې دواړو خواوو ته درې-درې مټره پلې لار لري، یو کانال، یوه ویاله، د تیږو دېوال او همداراز د بس لس تمځایونه هم لري.»
د دې سړک چارې ۳۷۰۰ مټره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري او د کابل ښاروالي وايي، پر دې پروژې ۳۷۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.
له دې سره سم، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال له کابل ښاروالۍ وغوښتل چې د کابل ښار د ښکلا لپاره نورې هڅې هم وکړي.
د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: «په هر ځای کې چې دغسې یوه لاره ایسته جوړېږي، که هلته د چا کور وي، هغه باید له خپل شخصي مفاده تېر شي او لږ تاوان ومني، دا به د مسلمانانو او عام ولس لپاره د خیر او سهولت خبره وي.»
ورته مهال، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغه سړک پراخېدو ته خوښ دي او له کابل ښاروالۍ غواړي چې د دغه سړک چارې ژر تر ژره پایته ورسوي.
د کابل اوسېدونکی جلال وايي: «دغه د کابل-شمال ټرازیټي لار ده او همداراز نورو ولایتونو سره د نښلولو لار ده. همدغه ډول چې پر مخ ځي، باید ژر تر ژره بشپړه شي.»
د کابل ښاروالۍ د مالوماتو لهمخې، د دغه سړک د پراختیا لپاره ۱۳۶ کورونه ویجاړ شوي او څښتنانو ته یې تاوان ورکړ شوی دی. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد یو له مهمو سړکونو دی چې څو شمالي ولایتونو له پلازمینې کابل سره نښلوي.
په دې اړه مو اندونه