Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر نه جوړېدو د مسکو نیوکه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل هغه وخت شونې دي چې په افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ او د ښځو او نجونو حقونه رعایت شي.

د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، د جمعې په ورځ د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په حضور سره د ګډو ګټو د هېوادونو غونډه کې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوې خبري غونډه کې له سرپرست حکومت سره د روسیې او دغو هېوادونو د اړیکو پر اړتیا او ساتلو ټینګار کړی دی. 
     
د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي:«نږدې موږ ټول د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د اړتیا ساتلو او پراختیا په تړاو سره موافق یوو. هغوی د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو له امله د خپل دریځ له کمزوري کېدو سره سره، لاهم د دغه هېواد واک او کنټرول ساتلی دی.»
 
سرګي لاوروف د افغان سرپرست حکومت ترکیب ټولګډونه نه ګڼي او وایي، چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل، د ټولګډونه حکومت په جوړېدو، د رایې حق ته په درناوي، زده کړو، کار او بشري حقونو پورې تړلي دي.

ښاغلي لاوروف څرګنده کړه:«د طالبانو په حکومت کې د ټولګډونوالي خبره کوو. البته دا به د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر لور مهم ګام نه وي، نه یوازې د طالبانو د مشرتابه د عملي په رسمیت پېژندنې پر لور بلکې د افغانستان د نوي رسمي حکومت د رسمیت پېژندلو پر لور.  دغه راز د رایې د حق او د ښځو او نجونو د تحصیل د حق مسئله خورا اهمیت لري، څو د ټولګډونه حکومت مسایل په چټکۍ سره حل شي.» 
      
د سیاسي چارو شنونکی عبدالملک افغان هم په دې هکله وايي:«اسلامي امارت ته په کار ده چې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه مشوره ومني. بشر او د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.»

په دې غونډه کې ښاغلی لاوروف د افغانستان له خاورې نه د ترهګریزو ګواښونو د پراختیا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه وايي:«ترهګر، نه یوازې داعش، بلکې نور سازمانونه هم د سرپورته کولو په حال کې دي. داسې دلایل شته چې زموږ لوېدیځ دوستان د ترهګریزو اقداماتو په هڅولو کې لاس لري.»

خو د اسلامي امارت ویاند تل له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارول کېدو ټینګار کوي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هېوادونو ته ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره امنه ده ټيکاو دی او له دغه ټیکاو او امنیت سره باید همکاري وشي. د افغانستان د اسلامي امارت پالیسي بیا تکرار شوه چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته زیان نه رسېږي.»

د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه او د افغانستان په تړاو د ګډوګټو هېوادونوغونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ازبیکستان په سمرقند ښار کې  ترسره شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه