Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې مرستو ته د افغانانو د اړتیا د زیاتوالي احتمال

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ‌راپور ورکړی چې د افغانستان دوه درېیمه برخه نفوذ په روان زیږدیز کال کې بشري مرستو ته به اړمن وي.

دغه بنسټ په افغانستان کې څه باندې اوه مېلیون تنو ته د مرستو رسولو په موخه د ۴۵۰ مېلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي:«د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ۴۵۰ مېلیونه ډالرو په لټه کې دی چې، په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او کوربه ټولنو په ګډون د ۷ اعشاریه ۳ مېلیونه کسانو بشري اړتیاو ته د رسېدنې او د هغوی د وضعیت د ښه والي لپاره ولګوي.»

غلام علي د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه داسې لالهانده دی؛ خو بیا هم د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ توکو د پېرلو وس نه لري.

نوموړی له مرستندویانو غواړي چې، له افغانستان سره په خپلو بشري مرستو کې ډېروالی راولي هغه وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې خلکو ته کار پيدا شي. خلک دایمي ډوډۍ ولري.»

د غلام علي په څېر یو زیات شمېر هېوادوال د مرستندویانو مرستو ته سترګې په لار دي.

بې‌وزله محمد نادر وویل:«د کور شاته راغلل. شماره یې واخیسته. تذکره یې واخیسته او ولاړل. وې ویل په تمه اوسې تراوسه یې احوال رانه غی.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا طلوع نیوز ته وايي:«بشرپاله او انسان پاله مرستې چې په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو له خوا کېږي، دا ډول مرستې هېڅ ډول اقتصادي اغېزمنتیا نه لري.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري څرګندوي:«افغانستان اوس هم بشرپاله او پراختیايي مرستو ته اړتیا لري. او په کرنیزه، سترو اقتصادي او برېښنايي پروژو د پيل په برخو کې مرسته وشي.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې له دې منځه بیا ۶ میلیونه یې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

این نهاد خواهان کمک ۴۵۰ میلیون دالری به هدف کمک‌رسانی به بیش از هفت میلیون تن در افغانستان شده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه