د ایران ولسمشر، د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل لار د ټولګډونه حکومت جوړول ګڼي.
ابراهیم رییسي وایي، چې دمګړۍ د افغانانو د برخلیک ټاکلو لپاره د دوی د ارادې د عملي کېدو وخت را رسېدلی دی.
په دې غونډه کې ابراهیم رییسي په افغانستان کې د یوه داسي حکومت جوړېدل چې ټول قومونه او مذهبونه پکې ګډون ولري، مهم بولي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي وايي:«په افغانستان کې داسې حکومت چې، د ټولو مذهبونو، ټولو قومونو او د افغانستان د ټولو مسلمانو خلکو، استازیتوب وکړي، باوري یم چې د افغانستان مسئله حل کولای شي.»
ښاغلی رییسي پر دې باور دی، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور له جګړې او نا امنۍ پرته بله ګټه نه لرله او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ارادې پر بنسټ د افغانانو برخلیک وټاکل شي.
په دې لړ کې، د سیاسي چارو ځیني شنونکي د ټولګډونه حکومت جوړېدل په هېواد کې د ځينو ستونزو د حل لپاره مهم بولي.
د سیاسي چارو شنوونکي طارق فرهادي وویل:«ثبات ټينګ وي او خلک د حکومت ملاتړي وي، د افغانستان نظام په مشرتابه کې باید داسې کسان راشي چې د طالبانو په غورځنګ کې نه وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی برنا صالحي هم وايي:«زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه سیسټم او جوړښت پرته، موږ وکولای شو د سیاسي مشروعیت په لوري په ځانګړې توګه د نړۍوالې ټولنې له لوري مخته ولاړ شوو.»
که څه هم اسلامي امارت د ایران د ولسمشر د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ټولګډونه حکومت جوړېدل د هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«د هېوادونو غوښتنه سمه نه ده، دا د افغانستان د خلکو په چارو کې لاسوهنه ده. د حکومت جوړېدل، د حکومت څرنګوالی د افغانستان د خلکو او د امارت دنده ده، نه د کوم بل هېواد.»
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په غونډه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه