Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل پر هوايي ډکر د برید پلانوونکی وژل شوی'

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې اسلامي امارت د داعش ډلې یو غړی چې، د کابل پر نړۍوال هوايي ډګر د ځانمرګي برید اصلي طراح هم و، وژلی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي سره له دې چې، د داعش د دغه غړي نوم نه اخلي؛ خو په یوې اعلامیه کې یې ویلي، هغه د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی و او د کابل د هوايي ډګر د «اې بي» دروازې ته د ورته عملیاتو په طرحه کولو کې نېغ په نېغه لاس درلود.

له دې سره سم، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیمه کې د داعش ځپل د امریکا له اصلي ماموریتونو څخه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پا‎ټل په دې هکله ویلي:«په سیمه کې د داعش ځپل لا هم زموږ د دولت لومړیتوب دی او دا هغه څه دي چې، موږ په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره پرې کار کوو.»

خو اسلامي امارت بیا د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي بریدګر د طرحه کوونکي د وژل کېدو پخلی نه کوي؛ خو زیاتوي چې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ځالې له‌منځه وړل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«په دې وروستیو کې د داعش ښکارنده پر ضد د اسلامي امارت د ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو ځواکونو عملیات ډېر دي؛ یعنې په بېلابېلو ولایتونو کې هغه پټن‌ځایونه چې دوی لرل له منځه وړل شوي دي او ډېر مهم کسان یې وژل شوي دي. اوس موږ په دقیق سره ویلای نه شو، هغه کس چې د هوايي ډګر د برید طرحه کوونکی و په دغې حادثه کې وژل شوی یا نه. موږ څېړنې ته اړتیا لرو.»

د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری وايي:«داعش ډله نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره یو ګواښ دی، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ثبات لپاره هم ګواښ حسابېږي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر شپږویشتمه د کابل د هوايي ډګر په «اې بي» دروازه کې هغه مهال یو ځانمرګی برید وشو چې یو شمېر هېوادوال نورو هېوادونو ته د تګ لپاره راټول شوي وو.

په دې برید کې د ۱۳ امریکايي نظامیانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ کسان ووژل شول.

اسلامي امارت بیا د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي بریدګر د طرحه کوونکي د وژل کېدو پخلی نه کوي؛ خو زیاتوي چې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ځالې له‌منځه وړل شوې دي.

تصویر بندانگشتی

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې اسلامي امارت د داعش ډلې یو غړی چې، د کابل پر نړۍوال هوايي ډګر د ځانمرګي برید اصلي طراح هم و، وژلی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي سره له دې چې، د داعش د دغه غړي نوم نه اخلي؛ خو په یوې اعلامیه کې یې ویلي، هغه د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی و او د کابل د هوايي ډګر د «اې بي» دروازې ته د ورته عملیاتو په طرحه کولو کې نېغ په نېغه لاس درلود.

له دې سره سم، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیمه کې د داعش ځپل د امریکا له اصلي ماموریتونو څخه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پا‎ټل په دې هکله ویلي:«په سیمه کې د داعش ځپل لا هم زموږ د دولت لومړیتوب دی او دا هغه څه دي چې، موږ په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره پرې کار کوو.»

خو اسلامي امارت بیا د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي بریدګر د طرحه کوونکي د وژل کېدو پخلی نه کوي؛ خو زیاتوي چې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ځالې له‌منځه وړل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«په دې وروستیو کې د داعش ښکارنده پر ضد د اسلامي امارت د ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو ځواکونو عملیات ډېر دي؛ یعنې په بېلابېلو ولایتونو کې هغه پټن‌ځایونه چې دوی لرل له منځه وړل شوي دي او ډېر مهم کسان یې وژل شوي دي. اوس موږ په دقیق سره ویلای نه شو، هغه کس چې د هوايي ډګر د برید طرحه کوونکی و په دغې حادثه کې وژل شوی یا نه. موږ څېړنې ته اړتیا لرو.»

د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری وايي:«داعش ډله نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره یو ګواښ دی، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ثبات لپاره هم ګواښ حسابېږي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر شپږویشتمه د کابل د هوايي ډګر په «اې بي» دروازه کې هغه مهال یو ځانمرګی برید وشو چې یو شمېر هېوادوال نورو هېوادونو ته د تګ لپاره راټول شوي وو.

په دې برید کې د ۱۳ امریکايي نظامیانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ کسان ووژل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه