Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مایکل مک کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه وکړه

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتنه د دې لامل شوه چې، چین هېواد په افغانستان کې د لیتیم او بګرام نظامي اډې ته لاسرسی ومومي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس، مایکل مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي خواکونو پر وتلو نیوکه وکړه.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس، مایکل مک کال وايي: «دا شاتګ و چې زه یې پرته له قید او شرطه طالبانو ته د افغانستان تسلیمول بولم او اوس ټول هېواد د هغوی په ولکه کې دی.»

مک کال د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکا وتل د دې لامل شوي چې چین د لیتیم کانونو او د بګرام پوځي اډې ته چې د امریکايي ځواکونو د څه باندې ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پکې پاتې دي، لاسرسی پیدا کړی.

نوموړی ویلي : «زموږ د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت وسله یې په واک کې ده، ما ته خواشینېوونکې ده چې له ۲۰ کلونو جګړې وروسته، اوس د افغانستان واک د طالبانو په لاس کې دی او موږ له جیوپولیټکي مسایلو سره مخ یو. چین هلته نږدې دی او د لیتیم کانونو ته لاسرسی لري او ښايي بګرام ته هم لاسرسی پیدا کړي.»

د مسوولیت او څار په برخه کې د فرعي بهرنۍ کمیټې رییس،

برایان مسټ هم ویلي : «د افغانستان ستونزه له نظامي لارې نه حل کیږي او ډیپلوماټیکه حل لار به غوره وي. د بایډن پرېکړه له پیله روښانه وه چې امریکا به افغانستان سره د ډیپلوماټيکې سټراټيژۍ له مخې مخ ته ولاړ شي. په افغانستان کې به د امریکا سفارت د امریکایانو په واک کې وي او بایډن ویلي و چې امریکايي ډیپلوماټان به له افغانستانه و نه وځي خو اوس هغه څه وشول چې موږ یې په تړاو هیڅ تصور نه کاوه. دمګړۍ هیڅ یو امریکايي ډیپلوماټ په افغان خاوره کې نشته دی.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې تړاو بیلابیل لیدلوري لري.

طارق فرهادي طلوع نیوز ته وویل: « هغه څه چې مک کال ویلي، سم دي. امریکا په افغانستان کې داسې یوه اردو جوړه کړې وه چې د هغوی له ملاتړ پرته یې فعالیت نشو کولای. هوايي ځواکونو ټول اکمالات کول خو بایډن څو میاشتې وړاندې د الوتکو د ترمیم تړون فسخ کړ. «واحد فقیري وویل : « امریکايان وايي چې بایډن له افغانستانه د وتلو سره د امریکا حیثیت ته زیان رسولی دی، امریکا یې په نړۍ کې مسخره کړې او امریکايي صلابت یې را کم کړی دی.»

تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي و، د افغانستان د تېر حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو اترو نه لېوالتیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د طرحې عملي کیدو لامل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه