د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانۍ د سیمې هېوادونو د پولي واحدونو پرتله با ثباته پاتې شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د دې وزارت په یوې غونډه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ډالر پر وړاندې د سیمې د نورو هېوادونو پولي ارزښت کم شوی، خو د افغانۍ ارزښت د ورځې په تېرېدو سره زیاتوالی موندلی.
ښاغلی متقی زیاتوي: «دا زموږ او ستاسو لپاره یو ویاړ دی چې نن الحمدلله د سیالو او برابرو هېوادو په کتار کې یوو او ښايي په نړۍ کې یوازې زموږ پیسه وي چې د ډالر پر وړاندې یې حیثیت لوړېږي او ښکته کېږي نه.»
له دې سره سم، د افغانستان بانک وايي، د پیسو د پالیسۍ په ښه تطبیق او د ډالر له قاچاقه په مخنیوي سره توانیدلي چې د افغانۍ د ارزښت له رالوېدو مخنیوی وکړي.
حسیبالله نوري وايي: «په هېواد کې د یو شمېر ملي او نړیوالو پروژو پیل، د بهرنیو اسعارو قاچاق مخنیوی او د روڼتیا رامنځته کول هغه عوامل دي چې د افغانۍ ارزښت د ساتنې په برخه کې یې مرسته کړې ده.»
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه بیا پر دې باور ده چې د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره باید د افغانستان بانک په دوامداره توګه ډالر بازار ته وړاندې کړي او همداراز په هېواد کې په راکړه-ورکړه کې د نورو اسعارو له کارېدنې مخنیوی وکړي.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې عبدالرحمان ځیرک وايي: «د افغانستان بانک باید په ټول افغانستان کې لازمي اقدامات وکړي، څو د بهرنیو اسعارو په تېره د پاکستانۍ کلدارو او د ایراني تومان چلښت مخه ونیسي.»
اقتصاد وزارت بیا وايي، له افغانستان سره نغدي مرستو هم د افغانۍ ارزښت ساتلی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «افغانستان ته چې کومې نغدې پیسې راځي، د ملي پیسو د ارزښت د ساتلو لپاره او په هېواد کې د ملي اقتصادي زېربناوو او پراختيايي پروژو د احیا او ځان بسیاینې لپاره کارول کېږي.»
تر دې مخکې د افغانستان بانک ویلي وو چې په تېر یوه کال کې افغانۍ د نهو هغو هېوادونو د پیسو په نوملړ کې راغلی چې له ښه ثباته برخمن دي.
په دې اړه مو اندونه