Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو د ا.ا د ژمنو عملي کېدل غواړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي تمه لري چې د اسلامي امارت مشران د هغه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په هکله خپلې ژمنې عملي کړي چې قومي او سیاسي ډلې په کې شاملې وي.

سرګي لاوروف د شانګهای د بهرنیو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې له پای وروسته ټینګار کوي، چې اوس‌مهال د افغانستان وضعیت بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف وايي:«موږ له طالب مشرانو تمه لرو، چې نه یوازې د قومي ډلو بلکې د افغانستان د ټولو غړو او سیاسي ډلو په ګډون سره د ټولګډونه حکومت په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي، دا هغه کار دی چې باید د طالبانو له لوري ترسره شي.»

د پوهنتون استاد سیدجواد سجادي په دې هکله وايي:«ټول پوهېږي چې له ناورینه د خلاصون لازمي شرط د افغانستان واقعیتونو ته پاملرنه، د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل او د افغانستان د خلکو بنستیزو حقونو په رسمیت پېژندل دي.»

بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي، چې داسې قانع کوونکي شواهد شته، چې ښيي امریکا په افغانستان کې د داعش او القاعدې په ګډون د ترهګرو ملاتړ کوي.

دغه روسی چارواکی وایي، چې امریکا سیمې او د افغانستان شاوخوا ته د خپلو نظامي اډو د راستنولو په هڅه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف زیاتوي:«امریکایان یو ځل بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کوي، داسې قانع کوونکي شواهد شته چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د داعش، د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ او القاعده شبکې په ګډون له هغو ترهګرو ډلو چې د طالبانو مخالفې دي، ملاتړ کوي.» 

اسلامي امارت د افغانستان په خاوره کې له ترهګرو ډلو د امریکا د ملاتړ په تړاو د روسیې د ادعا په تړاو څه نه وایي، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د ټول‌ګډونه دولت د جوړېدو په تړاو د روسیې د غوښتې په اړه ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی.
       
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د نظام جوړښت ټول‌ګډونه دی، د نظام بدنه د مخکینۍ ادارې څخه دی، څوک منفک شوي نه دي او همدارنګه د دې ترڅنګ په سیاسي کچه هم د هېواد د ټولو قومونو او ولایتونو څېرې په کې لیدل کېږي.»

تر دې وړاندې، د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي دي، چې په دې غونډه کې د دوی لومړیتوب په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندیتوب دی.    

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه