Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره د چین او پاکستان غوښتنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اسلام اباد او بیجینګ په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل چیني سیال سره په یوې خبري غونډه کې وایي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی. 

ښاغلي زرداري وویل:«په ننني بحث کې مو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ټولنیز-اقتصادي پرمختګ، اتصال او هوساینې لپاره حیاتي دی. موږ به د یوه سوله‌ییز، باثباته، سوکاله او متحد افغانستان لپاره له نورو سره ګډ کار ته دوام ورکړو.»

بل خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو په ګډون د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

اخوا، د چین د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد له ولسمشر سره په کتنه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د پاکستان په همکارۍ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده. په دې کتنه کې د پاکستان ولسمشر په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وهلی.
                                                          
په پاکستان کې خبریال طاهر خان وویل:«چین اوس زیاته علاقه‌مندي لري په افغانستان کې په هر لحاظ سره، په سیاسي په اقتصادي او د هغه زیات فوکس هم په اقتصاد باندې وي. او بل دا چې امنیتي مسئلې به هم په کې وي، ځکه د چین هم ځينې اندېښنې شته او د پاکستان هم شته.»

بل پلو، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره د ګډو پراختیايي پروژو، سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«پر اقتصادي، ټرانزیټي، سوداګریزو، مهاجرینو پر مسایلو او همدارنګه د دې ترڅنګ د نورو لیدنو موضوعګانې به هم ولري. خو د اوس لپاره ډېر جزیات شریک شوي نه دي.»

په تېره څه کم یوه میاشت کې دا له هېواده بهر ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست دویم سفر دی. تمه کېږي، چې امیر خان متقي اسلام اباد ته په خپل سفر کې د پاکستان او چین له ځينو چارواکو سره وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه