Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: افغانستان کې د ترهګرۍ د شتون ادعا د هیچا په ګټه نه ده

اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي، د پاکستان پر یوه پوځي اډه برید کې افغانان لاس لري.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې دا ډول ادعاوې د دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه نه دي.

په پاکستان کې د پوځ پر یوې اډې په برید کې د افغانانو د لاس لرنې او همداراز په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، اسلامي امارت دغه ادعاوې بې بنسټه بللي او زیاته کړې یې ده چې، دغه ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټه نه دي او دغه مسایل یې په کلکه رد کړل.

د اسلامي امارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې، د پاکستان په "ژوب" کې د پوځ پر یوې اډې په برید کې افغانانو هم لاس درلود.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره همداراز ادعا کړې چې، دغه کسان د کندهار اوسېدونکي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې کې راغلي: "درېیو ترهګرو چې، په ژوب اډې کې پر ځواکونو برید وکړ د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته ویلي چې، د دغو افغان ترهګرو جسدونه تسلیم شي."

له دې سره سم، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې هم ویلي، یو شمېر هغه اسناد چې په یاد برید کې د افغانانو د لاس لرلو ښکارندويي کوي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره شریک کړي دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره، حنا رباني کهر وايي: "زموږ شواهد د هغوی هویت دی. له موږ سره داسې مشخص شواهد شته چې، موږ هغه شریک کړي دي. په ډېریو پېښو کې افغانان ښکېل وو. هره پېښه بېلابېل واقعیتونه لري."

د چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، پاکستان په نړۍ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بې اعتباره ښودلو لپاره دغه ډول ادعاوې کړې دي خو له ترهګرۍ سره باید ګډه مبارزه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی، واحد فقیري وايي :” زه فکر کوم چې ترهګري زموږ د ټولو ګډ دوښمن دی او باید په ګډه یې پر وړاندې مبارزه و شي. ”

تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، که د افغانستان سرپرست حکومت په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي؛ نو هېواد به یې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د لمنځه وړلو لپاره نظامي چارو ته مخه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه