Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مولانا فضل الرحمن غوښتنه؛ ا.ا باید د ځينو عناصرو پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي د هغو عناصرو پرضد چې د پاکستان په خاوره کې په چاودنو کې لاس لري، اقدام وکړي.

 مولانا فضل الرحمن په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د چاودنو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سټراټېژیک پلان جوړېدل مهم بولي.

مولانا فضل الرحمن خبریالانو ته ویلي:«دا چاره باید مدیریت شي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د ترهګرۍ د مخنیوي، د دواړو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي او له یوې سیمې بلې سیمې ته د ترهګریزو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره یوه ګډه سټراټېژي جوړه شي. په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د کوټلو ګامونو پر پورته کېدو ټينګار وشو.»

مولانا فضل الرحمن ټینګار کوي چې اسلام اباد باید په پاکستان کې د امنیتي پېښو د پای ته رسولو او د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د افغانستان له اوسني حکومت سره په تعامل کې وي.

 د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر زیاته کړه:«باید د افغانستان له اسلامي امارت سره تعامل وشي څو د هغو عناصرو پر ضد چې په افغانستان کې یې پناه اخیستې او په پاکستان کې د دا ډول پېښو مسوول دي، اقدام وکړي.»

اخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کې د هېواد په خاوره کې د هغو ترهګرو ډلو حضور ردوي چې د پاکستان پرضد فعالیت وکړي. ښاغلی مجاهد د سولې او ټيکاو په موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کوي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«د ستونزو د مخنیوي یوه ژمنه باید موجوده وي. دویم همغږي هم مهمه ده. باید یو بل خبر کړو. هغه ګواښونه چې یو بل ته متوجه کېږي باید شریک کړل شي. مهمه دا ده چې د سیمه‌ییزې همکارۍ روحیه رامنځته شي. دا کولای شي چې مسایل حل کړي.»

خو د سیاسي چارو شنوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ټينګښت د دواړو هېوادونو په ګټه ګڼي.
  
د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي:«هغه غواړي له خپلو دغو څرګندونو سره یا له دغو خبرو، د افغانستان په هکله د پاکستاني چارواکو تورونه چې ګواکې ترهګري له افغانستانه پاکستان ته واردېږي یا یې ملاتړ کېږي، غواړي چې هغه تایید کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند پر غونډې د تېرې اوونۍ د یکشنبې ورځې په برید کې ۵۶ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات نور ټپیان شول او اسلامي امارت دغه برید یو جنایت وباله. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کې د هېواد په خاوره کې د هغو ترهګرو ډلو حضور ردوي چې د پاکستان پرضد فعالیت وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه