Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو اېس ای ډي: د ا.ا په وړاندې د اسلامي او لوېدیځو هېوادونو دریځ یو دی

د امريکا نړۍواله پرمختيايي اداره وايي چې اسلامي هېوادونه او لوېديځ په افغانستان کې پر ښځو د لګول شويو بنديزونو پر وړاندې متحد لید لوری لري.

د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې مرستیاله ایزابل کولمن له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې پر ښځو محدودیتونه به د افغانستان اقتصادي راتلونکې زیانمنه کړي.

نوموړې پر دې باور ده چې، دغه ډول پرېکړې به په راتلونکي کې د افغانستان اقتصاد ته زیان ورسوي.

مېرمن کولمن په دې هکله وايي:«دا په نړۍواله ټولنه کې د هر کس له لوري په کلکه غندل کېږي. نه یوازې د لوېدیځوالو له لوري؛ بلکې ډېریو اسلامي هېوادونو له سعودي عربستانه نیولې بیا تر مصر، اندونیزیا او ان ایران او چین هم څو میاشتې مخکې په ګډه د ښځو پر حقونو محدودیتونه وغندل. 
نو تاسو د دغې کړنې د یوه پراخ محکومیت لیدونکي یاست. زه نه‌شم کولی د دې اټکل وکړم چې، طالبان به نور څه وکړي؛ خو دا معلومېږي چې، هغې لارې ته ژمن دي چې، د اقتصاد د له‌منځه تللو او د خلکو د کړاو د ډېرېدو لامل کېږي.»

د اغلې کولمن په وینا، د امریکا پراختيايي پروګرام هڅې کوي چې، د نړۍوالو قوانینو په رعایتولو سره افغان ښځو ته نورې مرستې هم برابرې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې مرستیاله ایزابل کولمن زیاتوي:«موږ نه یوازې د بشري مرستو په برخو کې، بلکې په روغتیا، زده‌کړو او همداراز له کروندګرو سره خپل کار ته دوام ورکوو؛ څو تولیدات یې ډېر شي او د خپلو کرنیزو توکو سوداګري ټول هېواد ته وغځوي.»

له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیايي پروګرام مرستیاله په افغانستان کې د مالیاتو د لګولو پر بهیر هم نیوکې لري او هغه روڼ نه ګڼي.

نوموړې وايي:«هو! پوهېږو چې، طالبان مالیات راټولوي. خو دې ته اندېښمن یوو چې، دغه راټولې شوې پیسې چېرې ځي. زه فکر کوم چې، په دې برخه او دا چې، طالبان دغه پیسې څنګه وېشي، روڼټیا به ډېره ګټوره وي. ځکه موږ اندېښنه لرو چې، هغوی باید دغه پیسې په روغتیا او نورو سکټورونو کې ولګوي؛ خو داسې نه کوي.»

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل څرګندوي:«دغه راټول شوي عواید هم په پوره او کامل شفافیت سره، د ملت لومړیتوبونو ته په کتلو سره مصرفېږي. د ملت لومړیتوبونه تر هر چا په ښه توګه اسلامي امارت درک کړي دي. او زموږ ټول مصارف هم د همدغو لومړیتونو په نظر کې نیولو سره کېږي.»

تر دې مخکې سیګر په یوه راپور کې ویلي وو چې، امریکا لا هم د نورو هېوادونو پر تله له افغانستان سره ډېرې مرستې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه