په هېواد کې د کتاب اوونۍ په مناسبت یو شمېر ښځو او نارینهوو د کتاب د مطالعې او انځورګرۍ کلتور د دودولو په موخه په کابل کې دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د دغه نندارتون سمبالونکي وايي، پهدې ډول نندارتونونو سره به د مطالعې کلتور او همداراز د انځورګرۍ هنر دود شي.
د نندارتون تنظیموونکې دیانا وايي: «له دې نندارتونه موخه دا ده چې موږ د زدهکوونکو هنر رسنیو ته نندارې ته کېږدو، څو خلک هنر ته وهڅول شي.»
د نندارتون تنظیموونکی بشیر احمد وايي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې موږ ته دا زمینه برابره کړي، څو په بهرنیو نندارتونونو کې ګډون وکړای شو.»
له بل لوري یو شمېر انځورګرې او کتاب پلورنکې له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ پاتې ښوونځي هم پرانیزي.
انځورګره ارزو وايي: «ښوونځی، پوهنتون او د کارځایونه دې د ښځو لپاره پرانیزي او ښځو ته دې په ټولو چارو لکه کلتوري کې ونډه ورکړي او غوښتنه مې دا ده چې د نجونو فعالیتونو ته دې اجازه ورکړي.»
کتابپلورونکې لیلا وايي: «زموږ ښځینه او نارینه لېدونکي شته، خو له دې نندارتونه ښځینهوو ډېره لېدنه کړې ده.»
انځورګره فاطمه زیاتوي: «نن موږ دلته نندارتون جوړ کړ د دې لپاره چې څو کاله زیار مو ویستل دی، هغه نندارې ته وړاندې کړو.»
له دې سره سم، د دغه نندارتون یو شمېر لیدونکي بیا د ورته پروګرامونو له جوړېدو هرکلی کوي.
د نندارتون لېدونکی حبیبه وايي: «ډېر خوښ یوو چې ډېر ډېر ګټور کتابونه او انځورګري لرو.»
دغه نندارتون به چې پهکې څه باندې ۱۷۰ نقاشیانې او ۵۰۰ ډول ډول کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، دوه ورځې د خلکو پر مخ پرانېستی وي.
په دې اړه مو اندونه