Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: مسلکي کسان به وزګار پاتې نه‌شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د «۱۴۰۲ کال د فرهنګي او هنري اثارو د کانکور» په غونډه کې وايي چې په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو لپاره د کار زمینه برابروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه زیاتوي چې دم‌کړۍ په هېواد کې د کار او پراختیا لپاره ښه موکه رامنځته شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې هکله زیاته کړه:«که موږ له استعداد او فرصت څخه کار واخلو نو موږ کولای شو چې راتلونکي نسل ته یو ښه بنسټ کېږدو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان د دغه پروګرام د جایزو د وېش په مراسمو کې وایي، چې په دغو سیالیو کې د هېواد فرهنګیانو خپل ۴۸۸ فرهنګي اثار ثبت کړي وو، چې له ډلې یې ۹۹ اثار د سږني کال جایزې ګټلي دي. 

د ادبیاتو په برخه کې محمد داوود عرب زي، د تیاتر په برخه کې یما حبیبي، د ژورنالیزم برخه کې د ټلوېزیون د خپرونو مسوول یما سخي د هغو مخکښانو په ډله کې وو چې لومړي مقامونه يې ترلاسه کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال، عتیق الله عزیزي وایي:«دغه اتلان چې ناست دي او د هنر او کلتور په برخه کې جایزه ورکول کېږي، له دې ښه مثال څه کېدای شي چې اسلامي امارت هنر ته قدر ورکوي.»

په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د خلکو د کلتور رییس، سیف الرحمن محمدي هم وویل:«سږ کال په کانکور کې مو له ۷ برخو څخه اثار راټول کړي وو.»

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس هم زیاتوي، چې فرهنګي او هنري اثار د نړۍ او اسلام په تمدن کې ځانګړی ځای لري.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګاني څرګنده کړه:«فرهنګي اثارو د تمدن په تاریخ او اسلام په نړۍ او هم د اسلام څخه مخکې ځانګړې ځای لرلې دی.»

یو شمېر ګډونوال دا ډول سیالۍ او پروګرامونه اغېزمن بولي.

 په غونډه کې ګډون کوونکی، عبدالناصر وايي:«سږ کال مو ډېر ښه عکسونه لرل، د ای پي اچ ټیم څخه مو شاوخوا ۱۵ اثار لرل چې ټول ښه اثار وو.»

یوې بلې ګډون کوونکې، لیدا هم په دې اړه وویل:«موږ اړتیا لرو چې په دغسې پروګرامونو کې ګډون وکړو.» 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري او هنري اثارو د کانکور سیالۍ نندارتون هم جوړ کړی دی چې فرهنګیانو خپل بېلابېل کلتوري او هنري اثار په‌کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه