Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د «اختر بازار» نندارتون پرانیسته

د اقتصاد وزارت د «اختر بازار» په نوم په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټينګار کوي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال، د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې کورني تولیدات وکاروي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وویل:«د نظام لوی سیاست له کورنیو تولیداتو ملاتړ دی او دغه نندارتونونه هم کولای شي چې په ټولنه کې کورنیو تولیدات دود او پراختیا وکړي.»

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، په «اختر بازار» نندارتون کې ګډونوالو په څه باندې ۱۸۰ غرفو کې خپل لاسي صنایعې او کورني تولیدات نندارې ته ایښي چې له دې منځه له ۶۰ زیاتې غرفې بیا ښځو ته ځانګړې شوي چې لاسي صنایع، د انځورګرۍ تابلوګانې او کرنيز محصولات د دغه نندارتون مهمې برخې دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست عبدالمهيب هاشمي وویل:«هغه شرکتونه او کمپنۍ چې د کورنیو تولیداتو په هکله نندارتونونه جوړوي باید په یوه معیار وي، یوه معیار ته اجازه ورکړل شي.»

د نندارتون ځينې ګډونوال د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې په نړۍوالو نندارتونونو کې ورته د ګډون زمینه برابره کړي.

ګډونواله فاطمه عثماني په دې هکله څرګندوي:«دغه لاسي صنایعو ته اړتیا ده، موږ نورو هېوادونو ته معرفي شوو، نندارتون جوړ شي موږ کولای شو چې خپل تولیدات نندارتون ته وړاندې کړو.»

اختر بازار نندارتون به چې نن پرانیستل شو، څلور ورځې دوام ولري او د ۳۴ ولایتونو متشبثونو په‌کې خپل لاسي صنایعې او محصولات نندارې ته ایښي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه