د کابل د ژوبڼ رییس وایي، دمګړۍ په کابل ژوبڼ کې ۴۰ ډوله مرغان ساتل کېږي.
نوموړي پرون (شنبه، مې ۱۳مه) د مهاجرو مرغانو په نړیوالې ورځې له طلوعنیوز سره په خبرو کې وویل، مهاجر مرغان لا هم د افغانستان له فضاء تېرېږي.
د کابل د ژوبڼ رییس عزیز گل ثاقب په وینا، دغه مرغان تر ډېره بریده د قرغې بند، امو، هلمند او کونړ سیندونو پر غاړو او د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې کېني.
ښاغلی ثاقب پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «موږ له خپلو خلکو غوښتنه کوو چې دغه مرغان لکه څنګه چې په مېلمه پالنه کې مشهور یوو، له دوی مېلمه پالنه وکړي.»
ورته مهال د ملګرو ملتونو لوی منشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د مرغانو او د هغوی د اوسېدو ځای ساتنه د ټولو دنده ده.
نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي: «مهاجر مرغان په زیاتېدونکي توګه د انساني فعالیتونو له ګواښ سره مخ دي. د هوا له ککړتیا نیولې د اوسېدو د ځای له لاسه ورکولو او اقلیمي بدلونونو پورې. موږ ټول دنده لرو چې د مرغانو او د هغو د اوسېدو د ځای ساتنه وکړو.»
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د نادرو مرغانو د قاچاق او ښکار مخه ونیسي.
د کابل اوسېدونکی عباس وايي: «د افغانستان په ځنګلونو او ډاګونو کې داسې مرغان شته چې په نورو ځایونو کې نهشته، خو له بده مرغه موږ ورته عزت او پاملرنه نهلرو.»
د کابل اوسېدونکی جهان زیب زیاتوي: «له حکومت مې دا غوښتنه ده چې د مرغانو قاچاق مخنیوي وکړي او سمه ساتنه یې وکړي.»
د چاپېریال ساتتني اداري د طبیعي میراثونو د ساتنې رییس وايي، په تېر کال کې يې د شاوخوا دوه زره څارويو او مرغانو د ښکار مخه نيولې ده.
د چاپېریال ساتتني اداري د طبیعي میراثونو د ساتنې رییس حامد ساپی وايي: «په تېر کال کې موږ تقریقاً د ۱۹۴۴ ډوله څارویو چې په هغې کې نږدې ۴۹ الوتونکي مرغان دي، د ښکار مخه نیولې ده.»
په تېرو کلونو کې هم د هېواد له بېلابېلو سیمو نه پاکستان ته د باز په ګډون د نادرو او ګران بیه مرغانو د قاچاق خبر ورکړل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه