Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کډوالو چارو وزارت: ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام حکم حبس ته راکم شوی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام حکم په بند اوښتی دی او دغه کسان سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې اسلامي امارت په ایران کې د افغان بندیانو پر دوسیو د غور لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ایران کې د شپږ زره افغان بندیانو له ډلې تر اوسه څه باندې دوه زره تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:«د دغې کمېتې په هڅه تراوسه څه باندې دوه زره افغان بندیان له ایرانه ازاد شوي او هې،اد ته راستنه کړل شوي. د دې ترڅنګ، ۲۰۰ افغانان چې په ایران کې په اعدام محکوم وو، اعدام یې په بند اوښتی او افغانستان ته لېږدول شوي دي.»

بل خوا، ځينې شنونکي او د کډوالو د حقونو فعالان وایي، چې د کډوالو د ستونزې د حل لپاره اسلامي امارت باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي:«د دې سربېره چې۶ زره افغانان د ایران په زندانونو کې دي؛ خو هغه هوکړه چې شوې، د دغو دوسیو پر ځینو باندې شوې ده.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري هم څرګندوي:«لومړی باید هغو افغانانو ته چې دننه په هېواد کې دي کار پيدا شي، کله چې په خپل هېواد کې کار ولري، بل هېواد ته نه ځي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر څه باندې پنځه مېلیون تنو ته رسېږي. تر دې وړاندې د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي دي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په ایران کې اووه افغان کډوال اعدام شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه