د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي چې په افغانستان کې یې له ۵۰۰ زرو زیاتو نجونو او هلکانو ته سیمهییز ټولګي جوړ کړي دي.
د یونېسف د مرکزي سیمې رییس ان کېنډراچوک وايي:«د ټولنې پربنسټ د زدهکړې پروګرام په ټول افغانستان کې تر نیم مېلیون زیاتو هلکانو او نجونو ته وړیا زدهکړې ورکوي، لکه څنګه چې تاسو وینئ، موږ په لېرې پرتو سیمو کې یوو. ډېری دغه ماشومان پخوا هېڅکله ښوونځي ته نه دي تللي. د نجونو لپاره د ټولنې پر بنسټ زدهکړې کېدای شي یوازینۍ لار وي چې هغوی وکړای شي، زدهکړې وکړي.»
شل کلنه مریم یوه له هغو نجونو ده، چې له کلونو راهیسې له زدهکړو لېرې پاتې ده، خو اوس په یوه ښوونیز ټولګي کې پر زده کړو بوخته ده.
مریم طلوعنیوز ته وايي:«زموږ په ولایت کې جګړه وه، موږ ونهتوانېدو چې زدهکړې وکړو؛ اوس یونېسف موږ ته ښوونیز کورسونه برابر کړي دي چې موږ کولای شو درس ووایوو. زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او نجونې زما په څېر نالوستې پاتې نه شي.»
بل خوا، ځينې نورې زدهکوونکې نجونې له ملګرو ملتونو غواړي چې د نجونو لپاره د زدهکړو نور فرصتونه برابر کړي.
زدهکوونکې امریه څرګندوي:«له هغې وخته چې ښوونځي تړل شوي په رواني ناروغیو اخته شوي یوو، ټول درسونه مو هېر شوي او موږ غواړو چې ښوونځي پرانیستل شي.»
بله زدهکوونکې فیروزه هم وايي:«موږ ښوونځي ته ځوو، یونېسف باید موږ ته دا ډول کورسونه پرانیزي.»
دا په داسې حال کې ده چې د نږدې دوو کلونو له تېرېدو سره، تر اوسه له شپږم ټولګي پورته نجونو خپلې زدهکړې بېرته نه دي پېل کړي.
اسلامي امارت په دې تړاو ویلي دي، چې د ښوونځيو د پرانېستو پر طرحې کار کوي، خو تر اوسه د دغې طرحې د بشپړېدو څرک نه لګېږي.
په دې اړه مو اندونه