Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بې‌کارۍ زیاتوالی؛ په مزارشریف کې ځینو لوستو ځوانانو ټکسي چلولو ته مخه کړې

په بلخ کې یو شمېر لوستي ځوانان چې تر لېسانس کچې یې زده‌کړې کړي، وایي، د کار د نه‌شتوالي له امله یې ټکسي چلولو ته مخه کړې ده.

دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په دولتي ادارو کې ورته د کار کولو زمینه برابره کړي.

ضیاءالرحمان چې ۳۰ کاله عمر لري او د انګلیسي ژبې او ادابیاتو له پوهنځي فارغ شوی، وایي، پنځه کاله یې د بلخ په اطلاعات او کلتور ریاست کې دنده تره سره کړې او له زده‌کړو سره د مینې له امله د ماسټرۍ په موخه هندوستان هېواد ته لاړ، خو د اقتصادي ستونزو له امله و نه توانېد خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او اوس په مزارشریف ښار کې ټکسي چلوي.

د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ ضیاءالرحمن وايي: «د زده‌کړو د دوام لپاره هندوستان ته لاړم او غوښتل مې هلته خپلې د خپلې ماسټري زده‌کړې پای ته ورسوم، خو د اقتصادي ستونزو له کبله و نه توانېدلم چې خپله ماسټري بشپړه کړم.»

نه یوازې ضیاءالرحمان؛ بلکې په بلخ کې ډېری نور لوستي ځوانان هم د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو په پار ټکسي چلوي.

د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ غلام سخي وايي: «نږدې پنځه کاله وشول چې د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی یم، د ستونزو له کبله مې ټکسي چلولو ته مخه کړه.»

د اقتصاد له پوهنځي فارغ حشمت‌الله وايي: «دوه کاله مې پوهنتون ولوست، له دوو کلونو وروسته چې کوم ستونزې راباندې راغلې، ټکسي چلولو ته مې مخه کړه.»

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس د لوستو ځوانانو تر منځ د وزګارۍ ستونزه مني او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه له هلو ځلو خبر ورکوي.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس نصیر احمد ابو خالد وايي: «لوستي ځوانانو ته په رښتیا اړتیا ده او په ورته وخت کې ځینې یې چې وړتیاوې لري د اسلامي امارت په دفترونو کې چې خالي بستونه وي، هلته یې راجع کوو.»

دا په داسې حال کې ته چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته ډېری لوستي ځوانان د کاري فرصتونو نه‌شتون له امله له هېواده ووتل، څو وکولای شي د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه