ځينې هېوادوال په هېواد کې د بېکارۍ له زیاتوالي له شکایت سره وايي چې د کار نهموندلو له امله ځينې ځوانان پر رواني ناروغیو اخته شوي دي.
محمد یحیی چې یو کال مخکې یې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له پلان او پالیسۍ ډيپارټمنټ څخه فارغ شوی تراوسه یې کار نهدی پیدا کړی.
هغه وویل:«د یوه کال په لړ کې ځينو ادارو ته د کار لپاره ورغلم؛ خو له بده مرغه د تېر په څېر اوس هم د دندې د ترلاسه کولو لپاره واسطه په کار ده.»
په کابل کې یو بل لوستی ځوان محمد اقبال هم څرګندوي:«له اوسني حکومته زما غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي؛ څو ځوانان د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.»
بلخوا د کابل ځينې نور اوسېدونکي بیا وايي، د وزګارتیا کچې زیاتوالی د دې لامل شوی چې ډېری کسان په رواني ناروغیو اخته شي او یا پر جنايي جرمونو لاس پورې کوي.
د کابل اوسېدونکی رامین وايي:«په یوې ټولنه کې، ځوانان د ټولنې جوړونکي دي چې هغوی ته باید دننه په هېواد کې د کار زمینه برابره شي.»
له دې سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې او په تېر یوه کال کې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان جذب کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي په دې هکله څرګندوي:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۲لمریز کال له پېله تراوسه د څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته د کار جوازونه ورکړي او دا په دې معنا ده چې دغه کسان په رسمي توګه په دندو ګومارل شوي دي.»
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین هم په دې وروستیو کې له ۶۰ خصوصي تحصیلي بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته له ځانګړي تخفیف سره د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي.