د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له رییسې روزا اوتونبایوا سره په لېدنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل او د لارې نقشې په تړاو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د دې وزارت سرپرست له نړۍ سره د تعامل لپاره چمتوالی څرګند کړی دی.
ضیا احمد تکل وايي: «پهدې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل او د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت او د راتلونکي لپاره د ښکېلتیا پر لار نقشې خبرې وکړې.»
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، ښاغلي متقي پهدې کتنه کې ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به له مرستندویه بنسټونو سره همکاري هم وشي.
له بل لوري، د چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې له نړۍوالو سره د تعامل لپاره سرپرست حکومت باید پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: «طالبانو ته دا پکار ده چې په خپل داخلي سیاست کې تغیر راولي، څو له نړیوالو سره د تعامل جوګه شي او د دې مستحق شي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني.»
د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: «په حکومتولۍ کې د سیاسي ګټو لپاره د سټراټیژیک عمق پلي کول د بهرنیانو موخه ده. که موږ د افغانستان د ملي ګټو د واحد تعریف پر بنسټ اړیکې ولرو، هېڅکله به له ستونزو سره مخ نهشو.»
بهرنیو چارو وزارت همداراز په ډاګه کړې چې د یوناما رییسې پهدې کتنه کې په افغانستان کې بشري وضعیت ته رسېدنه او پراختیايي مرستې له خپلو لومړیتونو یاد کړي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نړۍوالو له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی.
په دې اړه مو اندونه