Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا پرچاوۍ له ډېرېدو د کابل میشتو او کارخونو څښتنانو اندېښنه

په وروستیو شپو او ورځو کې په کابل کې د برېښنا د پرچاویو ډېروالي کابل میشتي او د یو شمېر کارخونو څښتنان اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، د هوا په ګرمېدو سره دوی وايي، د برېښنايي وسایلو د روښانه کولو لپاره برېښنا ته اړتیا لري او د برېښنا له شرکته غواړي چې د برېښنا پرچاوي راکمه کړي.

د کابل اوسېدونکی احسان‌الله وايي: «د برق بل ډېر راځي، یوه میاشت دولس یا دیارلس سوه راځي، بله میاشت درې نیم زره ان تر پنځه زرو پورې راځي، داسې ګاونډیان مو دي چې تر پنځلس او پنځه ویشت زرو پورې بلونه یې راغلي دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی محمد یعقوب وايي: «دومره مصرف موږ نه‌لرو، په کور کې له ستونزو سره مخ یوو، کله چې برېښنا نه‌وي، اوبه هم نه‌وي، ماشومان هم له ستونزو سره مخامخ وي.»

د غزني اوسېدونکی ګل بهار وايي: «غزني برېښنا نه‌لري، دلته د برېښنا ډېره ستونزه ده، ګرمي ډېره زیاته ده.»

ورته مهال، د یو شمېر فابریکو څښتنان وایي، پرچاویو یې پر کار و بار منفي اغېز کړی دی.

د یوه صنعتي شرکت مسوول صدیق‌الله وايي: «کله چې برېښنا لاړه شي، زموږ ضایعات او زیان ډېر کېږي، د برېښنا لګښت راځي، خو زیان ورسره هم وي.»

د شرکت کارکوونکی فیصل وايي: «برېښنا ځي او راځي، تولید نه‌شته، کله چې تولید نه‌وي، د شرکت څښتن هم اړ کېږي چې خلک رخصت کړي.»

له دې سره سم، د افغانستان برېښنا شرکت مسوولان وايي، د هوا په ګرمېدو سره هېوادوال د برېښنا له انرژۍ ډېره استفاده کوي او په وینا یې دغه وضعیت ته د رسېدنې لپاره دوه زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.

د دې شرکت ویاند زیاتوي، دم‌ګړۍ فابریکې، ادارې او روغتونونه د دوی د خدمتونو په لومړیتوب کې دي.

د افغانستان برېښنا ریاست ویاند حکمت‌الله میوندي وايي: «په پلازمېنې کابل کې یوه اندازه پرچاوۍ شته، علت یې دا دی چې هوا ګرمه شوې ده او برېښنا له تجهیزاتو څخه هم‌مهاله له حد ډېره ګټه اخیستل کېږي.»

افغانستان دم‌ګړۍ، اتیا سلنه برښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایرانه واردوي، خو له دې سره-سره، افغانستان نږدې دوه زره میګاواټه نورې بریښنا ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه