Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د برېښنا پر دوامداره پرچاوۍ د هېوادوالو نیوکه

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي په پلازمېنه کې پر دوامداره پرچاوۍ نیوکه کوي.

دوی وايي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې څو ساعته برېښنا نه شي کولای چې د کورنیو ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د ژمي په رارسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي د برېښنا له کموالي سره مخ وي.

د کابل اوسېدونکی شېرمحمد هاشمي وايي:«اوه بجې برېښنا راځي تر سهاره، سهار برق ځي، که چېرې په مکروریانو کې برېښنا نه وي، ستونزې زیاتې دي.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد ستار هم څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې د برېښنا ریاست دې لږه ډېره پاملرنه وکړي.»

ورته مهال د کانونو او صنایع خونه وايي چې د برېښنا پروچاوۍ د کارخونو پر تولیدي فعالیتونو هم منفي اغېزې کړې دي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«د صعنت کارانو یوه جدي ننګونه په ځانګړې توګه په کابل ولایت کې د برېښنا کموالی دی. موږ دم ګړۍ ۱۲ ساعته برېښنا لرو او هغه هم له نوبتي ستونزو سره او دا د دې لامل شوی چې زموږ تولیدات له ستونزو سره مخ شي.»

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب هم څرګندوي:«د شبکې نامنظم والی، اصلي لامل یې د ازبیکستان هېواد و، چې ازبیکستان باید موږ ته ۴۴۰ میګاواټه برېښنا راکوله. په تېره میاشت کې هم تاسې شاهد وئ چې کابو لس تر ۱۱ ورځو هغوی موږ ته له ۴۴۰ میګاواټه برېښنا څخه ۲۰۰ میګاواټه برېښنا راکړه، او له تېرې ورځې راهیسې هم د برېښنا یو سرکټ یې پرې دی.»

اخوا، د افغانستان بریښنا شرکت وایي، چې له یوې میاشتې راهیسې د بریښنا ستونزې زیاتې شوې دي، خو ددغه شرکت مسوولان وایي، هڅه کوي چې د پلازمېنې اوسېدونکو ته له کورنیو سرچینو بریښنا ورسوي.

د افغانستان بریښنا شرکت عملیاتي رییس صفي الله احمدزي وویل:«اړتیا ده چ برېښنا شرکت هر ډول امکانات چې لري تخنیکي ضایعات باید حد اکثر ته یې ورسوي باید کم یې کړي او وکولای شي چې له ګاونډیانو سره ښې هوکړې لاسلیک کړي.»

افغانستان خپله اتیا سلنه بریښنا له منځنۍ اسیا، په تېره بیا، ازبیکستان، تاجیکستان او ایرانه واردوي او هېوادوال تر ډيره په ژمي کې د بریښنا له کموالي سره مخ کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه