Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه د ۶۰ ماشومانو فراغت

۶۰ ماشومانو او تنکي ځوانان د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه فارغ شوي دي.

د دغه بنسټ مسوول وايي چې دم‌ګړۍ په دغه مرکز کې ۲۵۰ ماشومان د بېلابېلو جرمونو له امله په دغه مرکز کې ساتل کېږي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رییس نظر محمد ناصري وايي:«هغه زده‌کوونکي چې موږ د خپلو تعلمي او مسلکي مرکزونو له ټولو ټولګیو څخه فارغ کړي دي شمېر یې ۶۰ تنو ته رسېږي»

ورته مهال، ځينې هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې په دغه مرکز کې په زده‌کړو بوخت دي، خوشحاله دي.

۱۷ کلن الهام له نږدې دوو کلونو راهیسې په دغه مرکز کې ساتل کېږي او که څه هم دلته پر خپل بندیتوب خواشینی دی، خو دا چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده، خوښ ښکاري.

الهام طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ ته یې حرفه‌يي ورکشاپونه فعال کړل، د موبایل ترمیم، برق، نلدوانۍ، بوټ ګنډلو او دا شان نور...»

یو شمېر دغه تنکي ځوانان وایي، که څه هم په دغه مرکز کې یې بېلابېل مضمونونه زده‌کړي دي، خو له دغه مرکزه غواړي چې ژر تر ژره یې خواشي کړي.

تنکی بندي کیومرث څرګنده کړه:«ریاضي، انګلیسي او هر هغه مضمون چې موږ له دې ځایه بیرون په ښوونځیو کې لوست دلته یې هم لولو.»

بل تنکی بندي مذهب هم وايي:«د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه مو غوښتنه دا ده چې زموږ بند هم وبښي او ازاد مو کړي.»

ځينې تنکي ځوانان د دغه مرکز د ساتونکو چلند ستایي، خو یو شمېر نوریې بیا له هغوی شکایت کوي.

اوس‌مهال د ماشومانو د اصلاح او ساتنې په مرکز کې ۲۴۰ ماشومان ساتل کېږي. یو شمېر دغه ماشومان وایي، چې د غلا، قتل او نورو جنایي جرمونو په څېر د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله نیول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه