Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د الوتکو د ټکټونو له لوړې بیې د هېوادوالو شکایت

ځينې هېوادوال وايي چې په هېواد کې د الوتکو د ټکټونو بیه د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي.

د کابل اوسېدونکی جمعه خان په دې هکله وايي:«د خلکو اقتصاد کمزوری دی. ټکټونه هم ډېر لوړ دي. د ټکټونو بیه شېبه په شېبه توپير کوي؛ ځکه نور شرکتونه تګ راتګ نه‌لري، یوازې کام‌ایر شرکت دی او نرخونه له همدې امله ډېر لوړ دي.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد یاسین طلوع‌نیوز ته وايي:«ډېر وخت کېږي چې د ټکټ د پېرلو لپاره دلته مراجعه کوم او د تېر پرتله، د ټکټ بیه لوړه شوې ده.»

د الوتکو د ټکټونو پلورونکي بیا وايي، ځینو هېوادونو ته د الوتنو د ټکټ بیې د تېر پرتله درې برابره زیاته شوې دي. دوی وايي چې د بهرنیو الوتنو درېدو او د ټکټونو د بیې لوړېدو د دوی په کارو بار هم منفي اغېزه کړې ده.

ټکټ پلورونکی احسان الله وویل:«بیې له ۴۰۰ ډالرو ۴۲۵ او تر ۴۵۴ دالرو لوړېږي. په همدې بڼې له کابل - دوبۍ ته د یوه کس د ټکټ وروستۍ بیه ۱۰۰۰ ډالرو ته رسېږي.»

د الوتکو د ټکټونو ځينې نور پلورونکي بیا د بهرنیو الوتنو له ځنډېدو او د کورنیو شرکتونو له لوري د ټکټ د بیې له لوړولو له امله د خپل کار و بار له کمرنګه کېدو اندېښنه لري.

ټکټ پلورونکی طایب رحمان وايي:«بهرنۍ الوتکې دلته بېخي نه‌راځي. ویزه بنده ده. سفارتونه بند دي او دا چې د الوتکو د ټکټونه بیې چې اوس کام‌ایر او اریانا دي، بیې یې ډېرې لوړې دي.»

ځینې هوايي شرکتونه بیا، د ټکټونو د بیې د لوړېدو لامل د تېلو په بیو کې زیاتوالی یادوي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«د جمهوریت پرتله موږ تېل درې برابره په لوړه بیه پېرو. په ټوله نړۍ کې «هنډلینګ» لوړ شوی او لګښتونه زیات شوي او په جمهوریت کې سبسایډي ورکول کېده او موږ سبسایډي نه‌لرو. په ټوله نړۍ کې سبسایډي ورکول کېږي موږ له هغې برخمن نه یوو.»

د ډېرو هڅو سربېره بیا هم بریالي نه شوو چې په دې تړاو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مسوولینو نظر ترلاسه کړو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه