Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډني بنسټونو فعالیتونه ودرول

اسلامي امارت د یوه سویدڼي وګړي له خوا د قران کریم د یوې نسخې د سوځولو په غبرګون کې، په افغانستان کې د سوېډني بنسټونو فعالیتونه ودرول.

اسلامي امارت په یوې اعلامیه کې ویلي تر هغې چې سویډن د نړۍ له مسلمانانو بښنه ونه غواړي، په افغانستان کې به د سویډني بنسټونو فعالیتونو د درېدو پرېکړه به په خپل ځای وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوع‌نیوز ته وویل:«د سویډن هېواد له خوا اجازه ورکړل شوه او قران کریم ته سپکاوی وشو. اسلامي امارت پلیت او له سپکاوي ډګې کړنې غندي او تر څنګ یې په افغانستان کې د سویډن هېواد ټول فعالیتونه تر هغې به ځنډېدلي وي چې سویډن له مسلمانانو بښنه نه وي غوښتې.»

سویډیش کمېټه یو له هغو سویډني بنسټونو ده چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ماشومانو ته د زده کړو، روغتیا او مرستو رسولو په برخو کې فعالیت کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج په دې هکله وویل:«د یوه مسلمان هېواد په توګه کولای شي چې غبرګون وښيي او همدارنګه دغه کړنې وغندي هغه هم په داسې بڼې چې افغانستان او د افغانستان ملت ته زیان ونه رسېږي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی طارق فرهادي هم وايي:«حکومتونه پوهېږي چې دا د سویډن د حکومت کار نه و. د بېلګې په توګه اردوغان تېره ورځ د سویډن له لومړي وزیر سره لیدنه لرله. په هر صورت، شونې ده چې د سویډن کمېټې چارې د ناروې کمېټې او یا هم د ډنمارک کمېټې له خوا ترسره شي.»

له دې سره سم، د مزارشریف ښار ځينې سیمه‌ييزو چارواکو او اوسېدونکو هم د یوې غونډې په ترڅ کې په سویډن کې د قران کریم د نسخې د سوځولو غندنه وکړه.

د دین عالم حکمت‌الله عبید وايي:«الحمد‌االله په ټوله نړۍ کې، اسلام ژوندی دی او د یوه قرانکریم له سوځولو سره نه‌شي کولای چې هغوی اسلام له‌منځه یوسي.»

یو شمېر دیني عالمان بیا د دا ډول کړنو د مخنیوي لپاره بېلابېل لیدلوري لري.

دیني عالم فضل هادي وزین طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«اسلامي هېوادونه حق لري چې د دا ډول جنایت کارانه کړنو د مخنیوي او د خپلو سپېڅلتیاوو د ملاتړ لپاره هر ډول مناسب او متناسب کړنې وکړي.»

دوه اوونۍ مخکې، یوه عراق الاصله سویډني د ستاکهولم ښار د یوه جامع جومات مخ ته د قران مجید یوه نسخه لومړی څېرلې او وروسته یې سوځولې ده.

له دې وروسته، د ترکیې، متحده عربي اماراتو، عراق او مراکش په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو په کلکو ټکو د دغه کار غندنه وکړه.

ورته مهال د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کمېټه دولتي نه ده او د دغه حکم په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو اترو په لټه کې دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه ټينګار کړی که چېرې د سوېډني بنسټونو د فعالیتونو د ځنډولو حکم کې دغه بنسټ هم شامل شي، په افغانستان کې به د سویډن کمېټې فعالیتونه اغېزمن شي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کمېټه دولتي نه ده او د دغه حکم په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو اترو په لټه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه