Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو سېلابونو د کابل پغمان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

د کابل پغمان ولسوالۍ د ارغندې سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د پغمان د ارغندې سیمې سېلاب ځپلي وایي چې د دغو سېلابونو له امله یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره مرسته ورسره وکړي.

د هیکل د کورنۍ پنځه غړي؛ پلار، مور، دوه ورېندارګانې او یو لمسی په دغو سېلابونو کې مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د شپې ۲ بجې یې زورور سېلاب د کلي ډېری برخې لاندې کړې او د کورنۍ د ۵ غړو سربېره یې د کور ټول توکي هم له ځان سره یوړل.

سېلاب ځپلي هیکل وویل:«سېلاب پنځه نفره یوړل او شهیدان یې کړل. په لومړي سره کې نادرکه وو. یو یې یوه ورځ او بل مو بله ورځ پيدا کړل او خاورو ته مو وسپارل.»

یوه بله حویلۍ چې ۱۲ خونې یې درلودې د ۳ کورنیو ۳۰ تنه غړو پهإکې ژوند کاوه اوس یوازې له څلور ویجاړ دیوالونه پرته بل څه په کې نه دي پاتې.

سېلاب ځپلی بریالی طلوع‌نیوز ته وايي:«د شپې دوه بجې سېلاب راغی. موږ ۳۰ کسه همدلته ژوند کوو او دغه کور یې ویجاړ کړ.»

د پغمان ولسوالۍ د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې، ۱۰۰ کورونه او ۸۰ جریبه ځمکه په بشپړه توګه له منځه تللې او شاوخوا ۱۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

د پغمان ولسوال خالد حیدر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۰۰ نور په نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي دي او د خلکو څاروي هم له منځه تللي دي.»

رسمي شمېرې ښيي چې، د هېواد په اتو ولایتونو کې د سېلابونو له امله نږدې ۴۰ تنه مړه شوي او ۵۷ تنه نور ټپیان دي. د دغو سېلابونو له امله نږدې زر کورونه او له ۷ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند شفیع الله رحیمي وايي:«له بده مرغه ۳۸ تنه شهیدان شوي، ۵۷ تنه ټپيان دي او دوه تنه نادرکه شوي دي. څه باندې ۹۰۰ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. ۴۵۶ څاروي مړه او څه باندې ۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه له منځه تللي دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا اټکل کوي چې د میدان وردګ، کابل، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان او غزني ولایتونو په ګډون په ۸ ولایتونو کې د راتلونکو دوو ورځو په لړ کې د شدید ورښتونه او سېلابونه د راتلو اټکل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه