په پلازمېنه کې د شاه بوبوجان ماڼۍ په موزیم کې په زرګونه لرغوني اثار چې مخینه یې څه باندې سلو کلونو ته رسېږي نندارې ته اېښودل شوي دي.
د اتنو ګرافي موزیم د مسوولانو په وینا، د دغه موزیم د جوړېدو موخه د بیلابیلو ولایتونو له اثارو او کلتورونو سره د هېوادوالو اشنايي ده.
د اتنوګرافي څېړنیز موزیم عمومي مدیر خیر محمد وليد وویل:«د دغه موزیم د جوړولو موخه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د اثارو، کلتور او مادي اثارو اشنايي ده.»
ښاغلی وليد زیاتوي، په دغه موزیم کې د بیلابیلو وسلو په ګډون څلور برخې لرغوني اثار شته دی.
خیر محمد ولید وايي:«په دغه موزیم کې څلور برخې شاملې دي چې لومړۍ برخه یې اټنو ګرافي چې جامې، ګاڼې کولالي لوښي او جنګي وسایل شامل دي.»
شاه بوبوجان تاریخي ماڼۍ د امیرعبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال ودانه شوې او د نوموړي د خور په نوم نومول شوې ده.
بلخوا د موزیم ځينې کارکوونکي بیا وايي، د دغه موزیم لیدو ته ډيری وخت زدهکوونکي او محصلین راځي.
کارکوونکی شعیب غازي زاده څرګندوي:«هغه زدهکړیالان چې په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي راځي او له خپل کلتوره استفاده کوي د دې لپاره چې موزیمونه هغه ځایونه دي چې د افغانستان کلتور او تاریخ په کې نندارې ته اېښودل شوی دی.»
په دغه موزیم کې د کالیو، سکو، مدرنې کاري ګرافۍ او هخامنشيانو او لرغوني یونان د وخت د اثارو په ګډون بیلابیل اثار لیدل کېږي.
په دې اړه مو اندونه